جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکلتورسینماانجلینا جولي او براډ پیټ جلا کېږي

انجلینا جولي او براډ پیټ جلا کېږي

تاند- د هالیووډ مشهوره لوبغاړې انجلینا جولي له خپل خاوند براډ پیټ څخه طلاق غواړي ځکه چې د دې په وینا د دواړو ترمنځ اختلاف خورا ژور دی.

د انجلینا جولي وکیل رابرت افر وايي، د دې لپاره د جولي او پیټ د اختلاف په اړه جزییات نه څرګندوي چې جولي نه غواړي دا موضوع له خلکو سره شریکه کړي ځکه چې دا د دوی کورنۍ مسله ده.

Anjelinaمېرمن جولي د طلاق په رسمي غوښتنلیک کې «نه حل کېدونکي اختلافونه» له براډ پیټ څخه د جلا کېدو دلیل ذکر کړی دی.

دوی دواړه د هالیووډ نامتو ستوري دي خو انجلینا جولي د دې ترڅنګ چې سینمايي ستورې ده، د بشري حقونو، د پناه غوښتونکو او بې سرپناه خلکو کلکه ملاتړې ده او په دې برخه کې یې ډېرې هلې خلې کړي دي.

جولي په ۲۰۰۱ م کال د ملګرو ملتو د سولې سفیره غوره شوه او د (جولي – پیټ) په نوم د مرستندویې موسسې په ګډون یې څو خیریه ټولنې جوړې کړي دي.

دا لږترلږه دوه ځلي افغانستان ته راغلې، د قمبر د څلورلارې له بې ځایه شویو رانیولې د جلال اباد تر بې ځایه شویو پوري یې له بېلابېلو بې سرپناه خلکو سره لیدلي او تر خپله وسه یې مرستې ورسره کړي دي.

جولي او پیټ په ۲۰۰۴ کې له یو بل سره اړیکې جوړې کړې او ۱۰ کاله وروسته یې واده وکړ.

2دوی ۶ ماشومان لري خو شپږ واړه ماشومان جولي نه دي زېږولي بلکې ۳ یې له کمبودیا، ویتنام او ایتوپیا راوړي او د خپلو اولادونو په توګه یې منلي دي.

یو څلوېښت کلنې جولي تر ۵۲ کلن پیټ مخکې دوه واري ودونه کړي او پیټ دوه واري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب