Homeخبرونهګورجستان وايي، په افغانستان کې یې ۱۰ نور پوځیان په کورونا وایرس...

ګورجستان وايي، په افغانستان کې یې ۱۰ نور پوځیان په کورونا وایرس اخته شوي

تاند (جمعه، د سرطان ۲۷) ګورجستان وايي، په افغانستان کې یې ۱۰ تنه پوځیان د کورونا په وایرس اخته شوي دي.

د ګورجستان پوځیان په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د دغه هیواد دفاع وزارت نن وویل، لس سرتېري یې، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په اډو کې په دنده بوخت دي، په کورونا وایرس اخته شوي دي چې له دې سره په دې وایرس د ټولو اخته شویو پوځیانو شمېر یې ۲۸ تنو ته ورسېد.

د ګورجستان د دفاع وزارت په وینا په کورونا اخته شوي ګورجستاني پوځیان د جرمني د هوايي ځواک په یوه الوتکه کې نن (جمعه) ګورجستان ته ورسول شول.

څو تنه نور ګورجستاني پوځیان د جولای په ۱۰ له افغانستان څخه ایستل شوي وو.

د ګورجستان د دفاع وزارت په وینا په مجموع ۲۸ پوځیان یې په افغانستان کې په کورونا اخته شوي او له دې هیواده ایستل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...