Homeخبرونهکابل ښاریان د منظم ټرانسپورټ سیستم له نشتوالي شکایت کوي

کابل ښاریان د منظم ټرانسپورټ سیستم له نشتوالي شکایت کوي

تاند (جمعه، د سرطان ۲۷) د کابل اوسیدونکي وايي چې دوی نشي کولی چې ډیرې کرایې ورکړي او د ټرانسپورټ له وزارت څخه غواړي چې د ښار خراب شوي ښاري ترانسپورت له سره فعال کړي.

د کابل اوسیدونکی رستم محمدي، د ښاري بسونو په غیر فعاله کیدو نیوکه وکړه، ویې ویل چې په ښار کې د ملي بسونو نشتون د دې لامل شوی چې شخصي موټر زیات او په ښار کې لارې بندې شي.

د هغه په وینا، د شخصي موټرو خپل سری تګ راتګ د دولت لخوا نه څارل کیږي.

د کابل یو بل اوسیدونکی باران وايي ځکه شخصي موټرونه کاروي چې دلته ښاري اډې نشته او ښاري اډې باید جوړې شي.

د هغه په وینا، د موټر چلوونکو لخوا ځورول کیږي او  له فرصت  څخه په استفادې کرایې درې چنده ډیرې اخلي.

خو د ملي بس چارواکي وايي چې دغه شرکت ۶۱۱ ښاري بسونه لري چې ډیری یې د تجهیزاتو د نشتوالي له امله درول شوي دي.

د شرکت مشر یونس امیري وویل چې دا ریاست ۱۰۵ فعال بسونه لري چې د کابل د خلکو لپاره کافي نه دي.

د هغه په وینا، د ښاري ترانسپورت د تنظیم لپاره پلان نهایي شوی او د دې پلان له مخې حکومت باید ۶۵۰ نوي بسونه واخلي.

له بلې خوا، د ټرانسپورټ وزارت د ټرانسپورټ تنظیم او خدماتو ریاست چارواکي په کابل کې د خصوصي ښاري ټرانسپورټ بیا پیلول اعلانوي.

د دې ادارې مشر قهار حبیبي وویل چې د یوې کمیټې تر لارښوونې لاندې کورونا ویروس ته اضطراري ځواب، د خصوصي ښاري ټرانسپورټ فعالیت وځنډاوه او د وضعیت له عادي کېدو سره سم به خپل فعالیتونه پیل کړي.

1 COMMENT

  1. د کابل ښار لپاره د ښاري بسونو په برخه کې باید د افغانستان خصوصا د کابل ښار شرایط په نظر کې ونیول شي. د ارزان بیه او یوه میاشت مصرف بسونو له پېرلو او اخیستلو نه باید جدي ډډه وکړی.
    ترټولو دمخه د تېلود مصرف یې باید کم او ډیزلي نه وي ، ځکه زیات دود یو ځل بیا د ښار فضا ککړوی چې د مختلفو امراضو سبب کیږي.
    د بسونو چوکۍ باید فلزي او کلکې وي . چرمي او پلاستیکي چوکۍ د ورانکارانو له خوا ژر خرابیږي.
    دریوران او د هغوی کلینران باید له خپل ولس سره ښه رویه وکړي او په مقابل کې ښاریان هم باید د ټولو ښاري قوانینو به نظر کې نیولو سره د دریور او کلینر درناوی وکړي.
    ښاري بسونه فقط په خپلو معینو تم ځاینو کې تم او مسافر واخلي . تشکري ایستګاوې د نه جوړوي اوښاریان د هم هغوی نه مجبوروي .
    ښاريان باید بس ته دختلو په وخت کې تکت واخلي او د خپل دولت په مقابل کې خپل دین ادا کړي . که امکان ولري د ښاري بسونو شپږ میاشتنی او یا یو کلن پاس د یو تخفیف په مقابل کې ښاریانو ته توزیع کړل شي . د ښوونځیو شاګردانو او د پوهنتون محصلینو ته نیمه بیه وټاکل شي .
    هغه کسان چې د بس کارت او یا تکت ونلري ، باید د کنترولرانو له خوا جریمه او جریمه باید نقدي تحویل کړي.
    د بس منځ کې د خوراک ، څښاک ، سګرت څکولو او یا نسوارو له استعمال نه په جدي ډول ډډه وکړي .
    کېدای شي د بسونو د نظافت او د ښه نظام لپاره نور مقررات د مسوولینو له خوا وضع او ښاریان یې پر ځان تطبیق کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...