یکشنبه, مې 19, 2024
Homeداسې هم شتهبوینګ له نړیوال فضايي تمځي سره د څه کم یو ملیارد ډالرو...

بوینګ له نړیوال فضايي تمځي سره د څه کم یو ملیارد ډالرو مرسته کوي

تاند (جمعه، د سرطان ۲۷) بوینګ کمپنۍ د نړیوال فضايي تمځي (ستېشن) د ملاتړ لپاره د ۹۱۶ ملیون ډالرو په ارزښت یو قرارداد لاسلیک کړ.

د دې قرارداد پر اساس به یوینګ کمپنۍ د ۲۰۲۴ کال تر سپټمبر میاشتې پورې د نړیوال قضايي تمځي مالي ملاتړ کوي.

د دې قرارداد پر اساس به بوینګ هر کال په نړیوال قضايي تمځي کې د فعالیت لپاره د انجنیري چارو، سرچینو او پرسونل لپاره ۲۲۵ ملیون ډالره ورکوي.

نړیوال فضايي تمځي سږ کال ۲۰ کلن کېږي خو په راتلونکو ۱۰ کلونو کې به یو لړ ستونزې ولري ځکه چې ډېر وسایل یې زاړه شوي دي.

ناسا ویلي چې تر ۲۰۲۴ پورې د دې تمځي د ملاتړ لپاره له خپلو نړیوالو شریکانو سره کومک کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب