جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاد زنګانه د درد لاملونه او د ښه کېدو لارچارې یې/ انور...

د زنګانه د درد لاملونه او د ښه کېدو لارچارې یې/ انور افغان

زنګون د بدن یو له مهمو مفصلونو څخه شمېرل کېږي، که څه هم د زنګنونو درد په ډېر عمر لرونکو(زړو) کسانو کې ډېر وي خو ډېری ځوانان هم له دې درده کړېږي.

د زنګونونو درد شخص، عمر او حالاتو ته په کتو بېلابېل لاملونه لري، خو له مهمو لاملونو څخه یې لاندیني موارد یادولای شو.

  • د زنګانه سولېدل (ارتروز یا استئو ارټریټ ) چي شونې ده هلته د مفصل غضروف (د هډوکې نرمي لکه د غوږ هډوکی) تخریب یا له منځه تللی وي.
  • د مفصلونو التهاب یا سوځېدل (ارټریټ) چي د مفصلونو یو ډول روماتیزوم دی او درد د هغه له مشخصوعلایمو څخه شمېرل کېږي .
  • د غضروف د نرمي پټيلا(د زنګانه پر سر متحرک هډوکی) دی
  • د زنګانه د شاو خوا عضلو او بندونو زیانونه
  • د زنګانه د مینیسک (کلک غضروفي جوړښت لري چي د زنګانه دننه د کونډیل هډوکې پورته خوا ته موقعیت لري) زیانمنېدل یا پرې کېدل
  • سپورټي زیانونه یا ضربه خوړل

د زنګانه د درد هغه لاملونه چي پورته مو یې یادونه وکړه د درملنې لپاره لاندینۍ سپارښتنې کېږي چي خورا ګټورې پایلې لري.

شوني ده د زنګانه د درد د ښه کېدو لپاره لومړنۍ سپارښتنه د بدن د وزن د کمېدو وي چي دا چاره د زنګونونو پر مفصلونو باندې د فشار کچه تر یوه حده را ټیټوي او د زنګانه شاوخوا عضلو او غضروف ته په زیان اړولو کې کموالی راولي.

لامبل، یا په اوبو کې تګ را تګ کول د زنګانه د درد له کمېدو سره مرسته کوي خو برعکس دغه لوبې لکه: فوټبال، ټنیس، کرکټ او باسکټبال د زنګانه درد زیاتوي.

د پښو په سر نه درېدل، په ګونډو او له پلتۍ کېناستو څخه ډډه وکړئ، خو که چېرته تاسو مجبوره کېږئ چي په پښو ودرېږئ د ساري په توګه د لوښو مینځلو په وخت کې، نو تاسو ته سپارښتنه کېږي چي تر خپلو پښو لاندې د ۲۰ سانتي مترجګوالې په اندازې یو څه کېږدئ.

د بدن په نرمښت سره د زنګانه د درد درملنه:

په یوه ورځ کې حد اقل د نیم ساعت لپاره په هواره ځمکه په پښو وګرځېږئ، یقینن په غر ختل، په زینو پورته ښکته تلل او تل په هسکه ختل یا ښکته کېدل د زنګانه د درد لپاره زیانمن کار دی.

نو یو شمېر سپورټي سپارښتنې شته چي د زنګانه د درد په کموالې کې اغېزمن رول لري، ډېری وخت ډاکټران هم د زنګانه د درد د کموالې په موخه خپلو ناروغانو ته د دغو سپورټي حرکاتو سپارښتنه کوي.

دغه حرکات چي د ورانه او مفصلونو د څلورو خواوو د قوي کېدو لامل کېږي په لاندي ډول دي:

په ځمکه یا هم په یوه څوکۍ باندي کښېنئ او خپله پښه سیده وغځوۍ، وروسته پرته له دې چي په خپلو مفصلونو باندې فشار راوړئ پښه مو ښکته پورته کړئ او دا حرکت څو ځلې تکرار کړئ، له څه مودې وروسته به ستاسو د زنګانه په درد کې د پام وړ ښه والی راشي.

2په ورځ کې حد اقل نیم ساعت خپل خوږمن ځای ته لمر ورکړئ.

ستنیز طب (یوه طبي کړنلاره ده چي د درد په ښه کېدو کې اغېزمن رول لري) یوه بله طبي تګلاره ده چي د مفصلونو په دردونو کې خورامرسته کولای شي، په ډېریو مواردو کې له جانبي عوارضو پرته د Corticosteroid ( د هغو درملو نوم دی چي معمولً د التهابي ناروغیو لپاره ګټه ترې اخیستل کېږي ) ځای ناستی هم کېدای شي.

3 COMMENTS

  1. سلام له دی مطلب څخه مو ډیره مننه کوم او یوه پوښتنه لرم په بډوډوکی د تیږی د ورکولو لپاره کوم شیان ښه دی او د خوراک په اړه باندی هم معلومات غواړم یعنی کوم خواړه باید ډیر و خوړل شی مننه کوم

  2. سلامونه او نیکی هیلی…محترما زما دښې زنګون چی پری کله منډه اخلم را پریوځم او درد یی هم ناقراره کړی یم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب