جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا: د پاکستان هوايي شرکتونو څخه د خوندیتوب تمه مه لرئ

امریکا: د پاکستان هوايي شرکتونو څخه د خوندیتوب تمه مه لرئ

تاند (سه شنبه، د سرطان ۲۴) امریکا د خوندیتوب او اعتبار له مخې د پاکستاني پیلوټانو او الوتکو درجه راټیټه کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د پاکستان هوايي شرکتونو دویمې درجې ته راټيټ کړي او ویلي یې دي چې د ځان د خوندیتوب لپاره له دې شرکتونو استفاده مه کوئ.

د امریکا د هوايي چلند ادراې په یوه تازه پرېکړه کې ویلي چې دا ګام یې وروسته تر هغې پورته کړی چې دې هېواد تر دې وړاندې د پاکستاني پيلوټانو له لوري د اسنادو د جعل ‌کاريو له کبله د پي ای اې شرکت پر پروازونو بنديز ولګاوه.

امریکا ویلي چې دغه الوتکې خوندي نه دي او خلک دې ترې استفاده نه کوي.

په دویمه درجه کې هغه هوايي شرکتونه راځي چې کارونه یې له نړیوالو معیارونو سره برابر نه وي.

تر دې وړاندې ګڼو نورو هېوادونو هم د پاکستان د پي ای اې په شرکت بندیزونه لګولي و.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و، چې د پاکستاني هوايي شرکتونو اسناد جعلي دي او پيلوټان یې د فساد او جعل له مخې په دندو ګمارل کېږي.

باید وویل شي چې دا پرېکړه وروسته تر هغه نيول شوې چې په پاکستان کې دریمې الوتکې سقوط وکړ او د پاکستان پارلمان دې ته اړ شو څو د پیلوټانو اسناد وڅېړي.

پاکستان د امریکا په دغه پریکړه تر اوسه کوم غبرګون نه دي ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب