جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا او روسیه پر افغان سوله غږیدلي دي

امریکا او روسیه پر افغان سوله غږیدلي دي

تاند ( سه شنبه ، د سرطان ۲۴) د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو افغانستان کې د سولې پروسې پرمختګ او د تاوتریخوالي د دوام په تړاو خبرې کړي دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سرګې لاوروف اومایک پامپیو په یوه ټیلفوني اړیکه کې په افغانستان کې د جګړې حل او فصل په اړه بحث کړی.

سرچینه وایي  دغه راز دواړو په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې د روسیې لاسوهنې په اړه د نیویارک ټایمز راپور پر سر هم بحث کړی دی.

نیویارک ټایمز د رواني میلادي میاشتي لومړیو کې د یوه راپور په خپرولو سره مدعي شو، چې د روسیې استخباراتو په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي دي.

خو روسیې بیا دا ادعا په کلکه رد کړې ده.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران داسې مهال پر افغان سوله خبرې کوي، چې په دې وروستیو کې افغانستان کې جګړې سخت زور اخیستی دی.

عام افغانان روان تاوتریخوالي سخت اندیښمن کړي او د جګړې د دریدو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب