جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان هند سره د واګه بندر له لارې سوداګري پیلوي

افغانستان هند سره د واګه بندر له لارې سوداګري پیلوي

تاند (سه شنبه، د سرطان ۲۳) ټاکل شوې د جولای په ۱۵ هند او افغانستان د پاکستان د واګه بندر له لارې سوداګري پیل کړي.

چارواکي وايي د جولای په ۱۵ به د پاکستان واګه بندر هند ته د افغان صادراتو پر مخ رسماً پرانیستل شي.

په اسلام اباد کې افغان سفیر لطف الله مشعل په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: “افغان صادرات به د جولای په پنځلسمه د پاکستان واګه بندر له لارې د کرونا وایروس د مخنیوي د میکانیزم په پام کې نیولو سره دوباره پیل شي.”

په همدې حال کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د واګې بندر په پرانیستلو سره به د افغانستان محصولات د هند، متحده عربي اماراتو او نورو عربي هېوادونو مارکیټونو ته ورسېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي له افغانستان سره د شوو هوکړو له مخې غواړي د سوادګرۍ او ترانزیت په برخه کې د دواړو هېوادونو اړېکې پراخې شي، نو ځکه یې د افغانستان د صادراتو پر مخ یاد بندر پرانیستی چې سر له سبا به سوداګري پیل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: “پاکستان په خپلو ټولو بندرونو کې له افغانستان سره دوه اړخیزه سوداګري او د افغانستان د سوداګریزو توکو د ترانزیت وضعیت د کروناویروس له خپرېدو وړاندې حالت ته بېرته ګرځولي دي”.

پاکستان ویلي هڅه کوي له افغانستان سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري پیاوړې کړي.

دوی دغه راز زیاته کړې اوسمهال یې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې پرانیستي او سوداګري یې په عادي شکل مخته روانه ده.

ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان تر منځ پاتې سوداګريزې لارې په روانه جولای میاشت کې د دواړو لورو تر منځ د یو لړ هوکړو له مخې پرانیستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب