جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماد افغانستان په اړه د سنجی دت جوړ شوی فلم آنلاین خپریږي

د افغانستان په اړه د سنجی دت جوړ شوی فلم آنلاین خپریږي

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۲۴) د هند په سینما کې د افغانستان په تړاو د سنجی دت نوی جوړ شوی فلم آنلاین خپریږي.

هندي رسنۍ وایي ، دا فلم له دې امله آنلاین خپریږي، چې هلته د کورونا له امله ګرځبندېز لګېدلى اوسينماګانې هم تړلې دي.

هنديان زیاتوي که څه هم اوس په ګرځبندیز کې یوڅه نرمښت راغلی خو وایي لا هم هلته سینماګانې تړلې دي.

د هندي رسنيو د راپورونو له مخې د سينماګانو د بندېدو له امله د سنجى دت يو بل فلم (تورباز) هم په انلاين بڼه خپرېږي.

سرچینه وایي د سنجى دت نوى فلم (تورباز)هم ښایي په انلاين بڼه اکتوبر مياشت کې خپورشي.

د افغانستان په اړه د سنجى دت او نرګس فخري فلم ثبت د ٢٠١٧ کال په دسمبرمياشت کې پيل شوى و، چې سنجى دت او نرګس فخري پکې مرکزي رولونه لوبولي دي.

دغه راز په دې فلم کې يو افغان هنرمند هم لوبیدلی دی.

سرچینې وایي پلان کې وه، چې دا فلم به د ٢٠١٩ کال د جنورۍ په مياشت کې نندارې ته وړاندې شي، خو د ځينو ستونزو له امله د فلم خپرېدل وځنډېدل او بیا  کورونا هم نندارې ته د وړاندې کېدو مخه ونيوله.

په فلم کې د افغان کم عمره ماشومانو ژوند ته کتنه شوې ، چې څنګه ترې ځانمرګي بريدګر جوړېږي.

هندۍ رسنۍ وایي دا د سنجي دت دريم فلم دى،چې د سينماګانو د بندېدو له امله په انلاين بڼه نشریږي.

لاهم یو شمېر فلم جوړونکي دې ته په تمه دي، چې سينماګانې پرانيستل شي او خپل فلمونه نندارې ته وړاندې کړي، خو نور فلم جوړونکي بيا فکر کوي که سينماګانې پرانيستل شي، نو بيا به هم ډېر خلک سينماګانو ته مخه ونه کړي.

ځکه د دوی په باورکورونا خلک ویرولي دي او له همدې امله دوى خپل فلمونه په انلاين وېبپاڼو پلورلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب