شنبه, مې 4, 2024
Homeروغتیاکاجل او رانجه کارول د؛ لیډ؛ د ناروغۍ سبب کیدلای شي

کاجل او رانجه کارول د؛ لیډ؛ د ناروغۍ سبب کیدلای شي

لاهورخان منګل –

لاندې مالومات مې د امریکايي  انټرنټ پاټو څخه راټول کړي دي چې زما په اند لوستل یې اړین دي او باید نور افغانان هم ترې خبر کړل شي. یوه لویه ستونزه ددې ناروغی  په ماشومانو کې د زده کړې استعداد وژل دي. که چیرې له  معتبر و مغازو څخه د رانجه واخیستل شي، د دې ناروغۍ د مخنیوي سبب کیدلای شي.

دا چې افغانان او د مرکزي اسیا ، منځني خیتڅ څخه د امریکې متحده ایلاتو ته مهاجرت کوي، د لیډ یا د سرپو سره د لمس له امله  پکې دا ناروغي په لوړه کچه پیدا کیږي.  ډیری وخت  په وینه کې د سرپو د شتون د کچې لوړیدل  د کاجل/سرمې د کارولو له امله رامینځ  ته کیږي.  د لېډ یا د سرپو څخه را مینځ ته  کیدونکې ناروغي  زیان رسونکې او خطرلونکې ناروغې ده  خو د مخنیوي وړ ده. د لېډ یا وینې ته د سرپو د ننوتو د ناروغۍ  د څرنګوالي په اړه کولای شئ چې لاندې مالومات ولولئ.

۱:  لېډ یا سرپ څه شی دی؟

لېډ یا سرپ  یو فلز دی چې د مځکې په مخ پیدا کیدلای شي او دا فلز وینې ته دننوتنې په پایله کې د ناروغۍ سبب کیدلای شي.  ننی عصر کې لیډ/سرپ د ارایش یا میک اپ  لپاره په کاریدونکي توکو لکه کجل /سرمه/رانجه  چې د امریکې څخه دباندې  پیرودل/اخستل کیږي، پیدا کیږي. همدارنګه  په ارزان بیه جواهراتو، د پخلي په توکو او  ددیوالونو هغه رنګ چې د زوړوالي له امله راتویږي هم پیدا کیږي. کله چې انسانان  هغه توکي چې  په لیډ/سرپو ککړ وي یا په کې شتون ولري، سرپ یې وینې ته ننوځي او د سختې ناروغۍ سبب کیدلای شي.

۲: د لېډ/سرپ  په واسطه د وینې ککړیدل  څه  ته وايي؟

د سرپ له امله وینه هغه وخت زهرجنه کیږي چې کله  سرپ/لېډ باندې ککړ توکي یا د خولې له لارې تیر شي،  تنفس شي  او یا هم د پوستکي له لارې  بدن ته ننوځي. ددې ناروغۍ د پیداکولو غوره لاره د وینې د معاینې په پایله کې کیدلای شي. ځینې نښې نښانې  یې لکه د سر درد،د معدې درد،  استفراق کول، کمزورتیا احساسول، پیکه توب، ترټولو اړینه چې د زده کړې کمزورتیا، ستړیا، و زن کموالی، قبض، د غږ د اوریدلو کمزورتیا، د بندونو درد،د وینې د فشارد کچې لوړیدنه، د سرعت کموالی، د یادداښت کمزورتیا او په ماشومانو کې  د لوی والي په بهیر کې ځینې نورې ستونزې هم  زیږولای شي حتی په وینه کې د لېډ/سرپ شتوالي لږه کچه  د مور په خیټه ماشوم ، طفل، شېدو خوړونکي او همدارنګه د تنکیو ماشومانو د وزن د کموالي، د هغوی په نورمال سلوک بدلون  او حتی د مرګ سبب وګرځي. همدارنګه لېډ/سرپ کیدلای شي چې د ماشوم  نقص ، د مورپه خیټه د ماشوم مړینه او همدارنګه د وخت څخه د مخکې ماشوم پیدا کیدنې سبب هم وګرځي.

د نارینه په وینه کې دلېډ/سرپ شتون  د نارینه اړوند ستونزې  هم رامینځ ته کیدلای شي. د لېډ ستونزې هم د وقایې/مخنیوي وړ دي او د طبابت وړ دي. که چیرې تاسې  شک وکړی چې تاسې او یا هم ستاسې نږدې څوک ددې ناروغۍ نښې او نښانې ولری، دا اړینه ده چې د خپل ډاکټر سره په اړیکه کې شئ  او دعلاج په لټه کې یې شئ. تاسې د هغه کجل/رانجه /سرمه چې د امریکې د متحده ایلاتو څخه بهر مو پیرلي/اخستي وي، کارول ودروئ.

۳: زه او زما ماشوم څنګه د لېډ په ناروغۍ اخته کیدلای شو؟

کجل/رانجه چې د امریکې د متحده ایلاتو څخه بهر مو اخستي وي، کیدلای شي چې  په لیډ/سرپ باندې ککړ وي. کله چې تاسې  یا په خپله او یا هم د ماشوم د سترګو د تورولو، د هغه په پښو باندې د وهلو او یا هم د هغوی د جلد سره چې هر ډول تماس پیدا کړي، کیدلای شي چې د هغه/هغې د سترګو او یا هم د پوستکي له لارې بدن ته داخل شي او ماشوم یا ماشومه مو په دې ناروغۍ اخته کړي. که چیرې تاسې په خپله یې همدا ډول کجل/رانجه  وکاروئ، کیدلای شي چې د سترګو او یا هم د پوستکي له لارې مو بدن ته داخل شي او تاسې  دناروغۍ سبب وګرځي، همدارنګه که تاسې حامله یاست، کیدلای شي چې پرګېډه ماشوم مو هم په دې ناروغۍ اخته کړي.

۴: که چیرې زما په کورنۍ کې  څوک هغه رانجه/سرمه چې د امریکې څخه  بهر اخستل شوي وي، څه باید وکړي؟

په داسې حالت کې تاسې د رانجه/سرمه د کارول سمدستي ودرئ، سرمه/کجل په یوه خوندي  کڅوړه کې واچوئ او د ؛ خطرناکه توکو؛ د ادارې له نږدې دفتر سره په اړیکه کې شئ څو هغوی یې په خوندي ځای کې  واچوي. لاسونه مو په اوبو ومینځئ، د یو ځلې مصرف دسمالونه پیدا کړئ، په اوبو یې  لوند کړئ، هغه ساحه چې په  سرمه/رانجه باندې ککړ ه وي  پاکه کړئ. که چیرې په وچ دسمال  دککړې  سیمې د پاکوالي هڅه وکړئ، دا به سرپ/لیډ نور هم خواره واره کړي.  که چیرې امریکې ته د راتګ څخه وړاندې مو کجل/سرپ کارولي وي او تاسې حامله یاست او یا هم  د ماشوم پالنه کوئ، تاسې  باید ډاکټر ترې خبر کړئ. کیدلای شي چې تاسې د لېډ په ناروغۍ اخته وی خو د ناروغی  لومړی حالت وي او نښې نښانې یې کمزوري وي. اړینه ده چې د وینې معاینات ترسره کړئ او د اړتیا په وخت کې ددې ناروغۍ د مخنیوي لپاره اړین طبي ازمایښتونه ترسره شي.

دا اړینه ده چې کلتور او یا هم مذهبي عنعناتو ته مو دوام ورکړئ. تاسې باید داسې احساس نه کړئ چې څوک مو د کلتوري هڅو مخه ډبوي خو هغه افغانان، پاکستانیان او یا هم هندوستانیان چې دامریکې ته راځي او د وینې معاینات پرې اجرا کیږي، ۹۸ سلنه علت یې رانجه/کجل او سرمه کارول دي.  تاسې ته سپارښتنه کیږي چې په معتبره  مغازو کې د لیډ څخه پاک کجل/سرمه واخلئ او هغه وکاروئ.  که غواړئ چې ددې په اړه نور مالومات ترلاسه کړی، کولای شئ چې لاندې ویب سایټ ته مراجعه وکړئ.

موږ او تاسې ټولنیز او فردي مسولیت لرو ترڅو ټول افغانان  تر خپله وسه له دې  خطر څخه خبر کړو څو د ماشومانو راتلونکې مو روښانه  وي.

http://www.fda.gov/Cosmetics/ProductsIngredients/Products/ucm137250.htm

Protecting Your Children From the Dangers of Lead Poisoning

http://www.mayoclinic.org/diseases-conditions/lead-poisoning/basics/definition/con-20035487

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب