Homeخبرونهد طالبانو په یوه برید کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي

د طالبانو په یوه برید کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۳) پروان ولایت کې د امنیتي سرتيرو پر پوستو وسله وال بریدونه شوي.

پروان کې د امنیتي سرتيرو پر پوستو وسله وال بریدونه شوي چې پکې ۴ امنیتي سرتيري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

له سیمې څخه سرچینې وايي چې نښتې څلور ساعته دوام درلود چې درې امنیتي سرتيري پکې تري تم هم شوي دي.

ویل کیږي چې نښته د شپې شاوخوا ۱۱:۲۰ بجې هغه مهال رامنځته شوې چې طالبانو د شینوارو ولسوالۍ په اشتر او نمک آب کلیو په پوستو بریدونه وکړل.

سرچینې ویلي د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۴ طالبان هم وژل شوي او پاتې نور یې له سیمې څخه تښتېدلي دي.

تر اوسه د دغه برید په اړه سیمه ییزو چارواکو او طالبانو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...