شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهامریکا کې د سمندري ځواکونو یوې بېړۍ اور اخیستی

امریکا کې د سمندري ځواکونو یوې بېړۍ اور اخیستی

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۳) په امریکا کې په یوه نظامي بېړې کې تر اورلګېدنې وروسته ګڼ شمیر نظامیان ټپیان شوي دي.

د امریکا په کلفورنیا ایالت کې په یوه نظامي بېړۍ کې تر اورلګېدنې وروسته چاودنې رامنځته شوي دي، چې پکې ګڼ شمېر امریکايي نظامیان ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې ویل کېږي سیمې ته خبریالانو نه پرېښودل کېږي او نه هم تر دې دمه ډېر معلومات شته چې څومره مالي او ځاني زیانونه به یې اړولي وي.

په ورته مهال بیا د سن ډیاګو اوروژنې ادارې ویلي، د اور لګېدو پرمهال یې له بېړۍ د سلګونو کسانو چغې اوریدلي چې د لوګي تېرولو له امله ژوبل شوي او یا سوځیدلي دي.

ویل کیږي دغه نظامي بېړۍ د امریکا په سمندري نظامي اډه کې ولاړه وه او تازه له عراق ستنه شوې وه.

راپورونه زیاتوي چې ددغې اورلګېدنې او چاودنو له امله د یادې نظامي بېړۍ ډېره برخه ویجاړه شوې ده.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې سیمه ټوله دودونو په سر اخیستې او داسې ښکاري چې د یادې حادثې زیانونه به ډېر وي.

تر اوسه د یادې اورلګېدنې په اړه څه نه دي ویل شوي.

1 COMMENT

  1. کچیری دا خبره رښتیا شی چی له عراقه راغلی او مخکی لدی په ایران کی نظامی تاسیساتو اور اخیستی وو نو لدی ښکاری چی ایران پدی قضیه کی ښکیل دی او روسان له ایران سره نږدی اړیکی لری مګر پاکستان ته په کمه سترګه ونه کتل شی ځکه کیدای شی هلته پاکستان نظامیان وی چی د دوی نظامیان او استخبارات له ایران او روسیی سره نږدی اړیکی لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب