جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بدخشان چارواکي: طالبانو، القاعده او داهش په ګډه پر ارغنج حواه...

د بدخشان چارواکي: طالبانو، القاعده او داهش په ګډه پر ارغنج حواه ولسوالۍ برید کړی

خبریاله: عاقله اسد (دوشنبه، د سرطان ۲۳) د بدخشان ولایست چارواکي ادعا کوي چې په دې ولایت کې طالبانو، القاعده او داعش ډلې په ګډه پر افغان ځواکونو برید کړی چې ۷ امنیتي سرتیري پکې وژل شوي دي.

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په “ارغنج خواه” ولسوالۍ کې یې پر امنیتي پوستې د وسله والو طالبانو، القاعده او داعش لخوا “ګډ” برید شنډ کړی دی.

په برید کې اووه ملي او سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د بدخشان د والي دفتر نن (دوشنبه، د سرطان ۲۳) په یوه بیان کې وویل چې طالبانو د القاعده او داعش په ګډون د “بهرنیو ترهګرو” په مستقیم ملاتړ د ارغنج خواه ولسوالۍ په یوې امنیتي پوستې برید وکړ.

بیان زیاتوي، د برید کوونکو شمیر ۷۰ تنه وو او برید ډېر خطرناک و.

چارواکو ویلي، حکومتي ځواکونه په شا نه شول خو اووه ملي او سیمه ییز پولیس پکې شهیدان شوي او دوه نور ټپيان دي.

په دې نښتو کې پنځه وسله وال هم وژل شوي دي.

د داعش جنګیالیو او ترهګرو ډلو په ګډون د طالب جنګیالیو د ګډ برید راپور په داسې حال کې راځي چې طالبان ټینګار کوي چې دوی له ترهګرو ډلو سره هیڅ تړاو نه لري.

د افغانستان حکومتي چارواکو او په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبان له القاعده سره اړیکې لري.

تیرکال په قطر کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ د سولې تړون له لاسلیک کیدو سره، طالبانو ژمنه کړې چې له القاعده سره اړیکې پرې کوي.

خو افغان چارواکي ټینګار کوي چې دې ډلې له القاعده سره اړیکې نه دي شلولي او ملګروملتو هم په یوه راپور کې، چې امنیت شورا ته یې وړاندې کړی، ویلي چې طالبان لا هم له القاعده سره اړیکې پالي او د القاعده له ۴۰۰ تر ۶۰۰ غړي لا هم په افغانستان کې فعالیت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب