خبریاله: عاقله اسد(دوشنبه، د سرطان ۲۳) د افغانستان د ډبرو سکرو د سوداګرو اتحادیه وايي چې هر کال لسګونه زره ټنه سکاره په ټیټو نرخونو پاکستان ته قاچاق کیږي.
د یادې اتحادیې د چارواکو په وینا، که چیرې د هیواد د ډبرو سکرو زیرمې پای ته ورسیږي، نو حکومت به ونه شي کړای چې چې په راتلونکې کې وسپنه استخراج او پروسس کړي.
د ډبرو سکرو سوداګرو اتحادیې مطبوعاتي مشر شمس الحق شمس وویل:
“اوس یو ښه سوداګر له بلخ څخه ۳۷ ټنه تیږه بار کړې ده، د بریکټ په نوم حکومت ته په یوه ټن کې ۲۵۰ افغانۍ ورکوي، ۵۸ زره افغانۍ د مالیې وزارت ته محصول ورکوي او بیا د پاکستان خاورې ته داخلیږي. مګر ځینې خلک شته چې ۷۰ ټنه لیږدوي او مالیه نه ورکوي او تولید کوي.”
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو اتاق هم د سکرو کانونو غیرقانوني استخراج په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د سمنګان ولایت په صوف دره کې د ډبرو سکرو کانونو څخه ډیری عاید سیمه ایزه مافیا ، زورواکي او وسله وال مخالفین ترلاسه کوي.
د بلخ ولایت مرستیال والي وویل چې د سکرو لارۍ د ټاکل شوي وزن څخه ډیرې بار شوي وي، چې دا کار د سړکونو د ویجاړیدو لامل شوی.
د بلخ د والي مرستیال ، شجاع الدین شجاع زیاته کړه: “د قانون سره سم ، موږ نشو کولی د سکرو څخه ګمرکي محصولات راټول کړو ، چې په اړه یې زموږ کارمندان هم غفلت کوي.”
د ډبرو سکرو سوداګرو اتحادیې احصایې ښیې چې په صوف دره کې د ډبرو سکرو کانونو څخه هر کال له ۲.۴ میلیون ټنو د ډبرو سکارو کان ایستل کیږي، چې لویه برخه یې پاکستان ته قاچاق کیږي.