جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه کندوز کې ۱۴ امنیتي سرتيري وژل شوي

په کندوز کې ۱۴ امنیتي سرتيري وژل شوي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۳) د کندوز سیمه ییز چارواکي وايي چې د طالبانو په یوه برید کې ۱۴ امنیتي سرتيري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي چې د طالبانو په یوه برید کې ددغه ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې درې د ملي اردو سرتيري او درې سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د والي ویاند وویل چې دغه برید تېره شپه ناوخته پیل شو او تر ۳:۰۰ بجو یې دوام وکړ چې د مرسته کوونکو امنیتي ځواکونو لخوا په شا تمبول شوی دی.

له بلې خوا عصمت الله مرادي وویل چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې د ملي اردو څلور سرتیري او څلور پولیس وژل شوي او یو بل کس ټپي دی.

د هغه په خبره دغه برید تېره شپه ناوخته پیل شوی او تر نن سهار ۶:۰۰ بجو یې دوام کړی دی.

د کندز د والي ویاند وویل چې په یاد برید کې طالبانو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې ده او په زیاته کچه وسلې او مهمات ی یې امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه په پروان او بدخشان ولایتونو کې هم د طالبانو له لوري ورته بریدونه تر سره شوي، چې ګڼو امنیتي سرتيرو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

1 COMMENT

  1. طالب پاکستاني دلاله،
    لعنت دي وي ستاسو په پلرونو او میندو او ستاسو په بد ذاته شړل شوې طايفې. الله به انشاالله تاسو همداسی جهنم ته لیږي لکه په هغې کې چې اوس مردارېږی. دا دنیا خو درنه ولاړه، هغه دنیا به هم تور مخي خپلو خلکو او ملت مخې ته ولاړ یاست او خلک به په تاسو چټلو، ګنده، پلیدو او مردارو مخونو لاړې تو کوي. په داسې افغان وژنو والله که نه ښه ورځ وګورئ او نه کامیابي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب