جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخوست کې د برېښناني تذکرو د ویش لړۍ پيل شوه

خوست کې د برېښناني تذکرو د ویش لړۍ پيل شوه

تاند ( دوشنبه ، د سرطان ۲۳) د خوست ولایت چارواکي وایي نن یې په دې ولایت کې د برېښنایي تذکرو د ویش لړۍ پيل کړه.

دوی وایي تر دې دمه په دې ولایت کې ٨٣٥٠ انفرادي او ٣٧٦٠ کورنۍ فورمې وېشل شوي.

د خوست والي صدیق پتمن وایي دوی به ژر د دې ولایت ټولو اوسیدونکو ته بریښنایي تذکرو وویشي او له ټولو یې غوښتنه وکړه،چې ښځې او نارینه دې پیژندپاڼې ترلاسه کړي.

پتمن زیاته کړه، دوی هڅه کوي د خو خدماتو وړاندې کولو لپاره د خوست کره احصایه معلومه کړي.

خو بل لورته خوستیان بیا له نوي والي څخه د دې ترڅنګ د رغنیزو پروژو غوښتنه کوي او وایي، په تېر کې دې ولایت ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

خو ولایتي چارواکي بیا په هره برخه کې د مرستو ډاډ ورکوي.

محمد صديق پتمن تېره ورځ د خوست د نوي والي په توګه دنده پيل کړه او له خوستوالو سره یې ژمنه وکړه چې د دوی غوښتنو ته به رسیده ګي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب