جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهشاهین:طالب زندانیان دې د قطر د هوکړې له مخې خوشې شي

شاهین:طالب زندانیان دې د قطر د هوکړې له مخې خوشې شي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۳) قطرکې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، افغان حکومت دې طالب زندانیان د قطر د هوکړې له مخې خوشې کړي.

هغه یو ځل بیا افغان حکومت ته د بندیانو په سپارل شوي لېست ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په لېست کې شامل بندیان باید ټول خوشې شي.

شاهین په یوه ټویټ کې لیکلي: « د زندانیانو دخوشې کولو خبره یوه مهمه موضوع ده، اړینه ده، چې ټول هغه زندانیان ، چې په لېست کې شامل دي او په قطر کې د هوکړې پرمهال پریکړه شوې خوشې شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت په ټینګارسره ویلي، چې په لېست کې ۵۹۲ طالب زندانیان د امنیتي او حقوقي دلایلو پر اساس نشي خوشې کولای.

افغان حکومت د یاد شمیر کسانو په بدل کې د نوي لېست غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي، چې طالبان دې نور کسان دوی ته ور وپيژني.

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې خبره د قطر په دوحه کې د امریکایي او طالب چارواکو ترمنځ په هوکړه کې شوې ده.

د یادې هوکړې له مخې به افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب بندیان او طالبان به د افغان لوري ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشې کوي.

د یادولو ده، چې دافغانستان دملي امنیت شورا ویلي، چې دوی سولې ته ژمن دي او د همدې لپاره‌ یې تر اوسه له خپلو زندانونو تازه ۱۸۰ طالب بندیان خلاص کړي دي.

د یاد ریاست ویاند جاوید فیصل وایي په دې سره د دوی له ‌خوا د ازاد شویو طالب بندیانو شمېر ۴۱۹۹ ته ورسېد.

3 COMMENTS

  1. ټالبانو ته د قطر هوکړه الیعاذ بالله تر قرآن کریم مقدسه ده . هلته د 5000 ټالب بندیانو ویل شوي دی او که کوم نفر که څه هم تورمخی پنجابی وي ، باید خوشې شي .
    لجاجت او حماقت یو حد لري ، د پنځه شپږسوه جنایت کارانو د خلاصون لپاره که ټول افغان مسلمان ولس شهیدان کیږي د ټالبانو د ې بلا ورپسې وي . له دې مالومیږي چې ټالبان د پنجابیانو له امر او هدایت پرته یوه ذره هم په افغانانو زړه سوی او ترحم نه لري .
    که واقعي سوله وشي ، ستاسو دا پنځه سوه جنایتکاران به هم خوشې شي . خپل ورونه مه وژنئ .

  2. حکومت ته لمړی پکار دی چه د افغانستان ملی ګټی په نظر کی ونیسی او هم غښتلی سولی ته تر ټولو لومړیتوب ورکړی.
    حکومت ته پکار دي چه ټول کارونه د منطیقی چوکاټ په اساس پرمخ یوسی، نه دا چه یو کار ته منطیقی نوم ورکړی او بل کار ته غیرمنطیقی نوم ورکړی.
    حکومت تر خپله وسه باید کوښښ وکړی چه داسی میتود او لارښود پیدا کړی چه نور افغانان په هاغه او دغه نوم مړه نشی، نور افغانان د پنجابی او ایرانی اخوندانو د غیږ څخه خلاص کړی.
    ځما سوال د حکومت څخه دادی چه ایا دغه باقی پاتی ۵۹۲ طالب زندانیان به د ‘انس حقانی، مالی خان او حافظ رشید څخه هم ډیره ګناه لری؟ که چیرته یی نه لری دغه هم خلاص کړه او ژر تر ژره د افغانانو ترمینځ خبری شروع کړی، که نه نور ورکیږو، مړه کیږو او د خندا کیږو.

    طالیبانو ته زما خواست دادی. کوښښ وکړی چه د ښاغلی غنی د حکومت سره ژر تر ژره خبری شروع کړی، همدا اشرف غنی وه چه تاسو ته یی مخ درواړوه او د انسانانو په سترګه یی درته وکتل، نمک حرامی او دپنجاب ګډی وډی خبری پریږدی، که اشرف غنی لاړو بیا تاسو ته څوک د انسان په نظر او سترګه نه ګوری، لکه د پخوا په شان به په غرونو او ځنګلونو کی دګیدلانو او سورلنډیانو پشان بغاری وهی.
    طالیبه ستا څخه حکومت په تیره بیا ښاغلی غنی د امریکایانو په وتلو کی تر ټولو جدی دی، که په رښتیا غواړی چه امریکایان ځمونږ د وطن څخه وځی نو د حکومت سره ژر تر ژره خبری شروع کړی.
    طالیبه هغه جنایتونه، عام قتلونه، وحشتونه او اورونه چه تاسو دبل په مشوره د افغانستان په خلکو او خاوره وکړل د بښنی وړ نه دی. خو یو متل دی وای چه لاس مات شی غاړی ته راځی.

    په اخر کی طالیبانو ته وایم بس دی نور رښتینی افغانان او انسانان شی

  3. اوربند نه کوی خو زندانیان غواړی ، هره روځ حملی کوی ، او واضح ده چه ستاسو یو تعداد حمله کونکی به زندان ته ځی ، نو اول ضروری ده چه د مذاکراتو نه مخکی اوربند وکړی او بیا وروسته په نورو موضوعاتو د صلحی په مذاکراتو کی خبری وشی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب