که څه هم ډېر اوږده او دوامدار جنګونه نړۍ تجربه کړي، خو نتېجه يې د جنګ په خاتمې او مذاکراتو (د سولې خبرو) له لاري حل شوي، ستر پيغمبر نبى کريم (ص) له جنګ څخه خبرو اترو او تبلېغ له لارې ننني زياتره اسلامي جغرافيه فتح کړي (د حديبې روغه، بن نضير،بن قريظه،بن قينقاع يهودو او مشرکينو دغو دريو ډلو سره روغه، د خيبر سيمې له يهودو او مشریکينو سره سوله داسي نور ډېر ځاى محمد (ص) له مشرکينو او يهودو سره سوله کړې چې ډيره ښه نتيجه یې ورکړي ده.
لومړى نړيوال جنګ:
لومړي نړيوال جنګ 4 کاله دوام وکړ، لس ميليونه سرتېري پکې ووژل شول 13000000 ملکې وګړي په مستقيم يا غير مستقيم ډول پکې ووژل شول، تقريبا” ټوله نړۍ په جنګ ککړه وه؛ خو جنګ چا وګوټ؟ هيچا نه! په پاى کې جوړ جاړی وشو د ټولو ترمنځ په يو پريکړه ليک چې څلور مادې يې درلودې سوله وشوه او د نړۍ جنګ غلى شو. دوهم نړيوال جنګ هم همداسې.
د ويتنام جګړه:
دې جګړې نولس نيم کاله دوام وکړ، چې 1954-1975 کلونو ترمنځ وه، 3ميليونه خلګ پکې ووژل شول، ټريلونونه ډالر پکې مصرف شول خو جنګ نه شمالې ويتنام وګاټه نه جنوبې ويتنام ، او نه هم امريکا. د دوی ترمنځ سوله وشوه امريکا مخه ښه وکړه نن ويتنام د نړۍ ښکلې سيمه ده او خلګ يې آرام ژوند کوي. د هر جنګ پاى په سوله یا جوړ جاړي شوی، چې ډيره ښه نتیجه یې ورکړي.
ولى د افغانستان دوه څلويښت کلن جنګ لاهم تود دی؟ زموږ دا اوږد جنګ دوه پړاوه لري لومړى پړاو جنګ له 1979 څخه تر 2001 دوهم يې تر داننه 2020 پورى دوام لري. لومړى پړاو جنګ د سولې له لارى حل و؛ د جینیوا په په ناسته کې شوروي د خپلو پوځیانو ایستلو ته حاضر شو، جوړ جاړى (سوله وشوه) روس ووت، خو موږ په خپل منځ کې جوړ نه شوٶ؛ دومره مو سره ووژل چې نړۍ موږ ته حيرانه وه، دومره وحشتونه مو وکړل چې بيرته مو په سرو شورويانو پسي آرمانونه کول. هغه وحشتونه او جنايتونه ډېر دي اوږد بحث او ځانګړې ليکنې ته اړتیا لري ترې تېر به شم. دوهم پړاو جنګ تر ننه دوام لري که څه هم بهانه دا ده چې دواړه جنګونه موږ د اسلام ګټلو او د خپل اسقلاليت لپاره کړى او کوٶ يې؛ خو داسي نه ده دا اوږد جنګ له پېله زموږ نه وٶ؛ تر ننه زموږ نه دی، نړيوال جنګ دی او نړيوال تجارت دی موږ (افغانان) يې د سونګ مواد يوو. “نه مو اسلام وګوټ نه مو بشپړ استقلاليت” انسان حلالول، په سرونو کې ميخونه وهل، عام خلک وژل، په ږيره خريېل، پاک لباس اغوستلو پوهنتون ته تللو باندى ځوان وژل مو، په اسلام او شرعى نظام وروتپل. خپل ارزښتونه ټانګ طيارې، طلاع او خاوره پاکستان او عربو ته هديه کول، پاکستانې عسکر او جنرال ته زموږ په خاوره کې مامورېت مو اسقلاليت وګاڼه. ښه! نن امريکا وځي، موږ شل کاله جنګ کاوه چې وطن مو اشغال دی دا اشغال خو ختميږي زموږ جنګ به هم ختميږي؟ که به لکه د روس د وتلو په څير موږ بيا لکه وږي ليوان په يو بل غاښونه سره لګوو؟ او که د روس اشغال هم پلمه وه او د امريکا اشغال هم هغه وخت هم جنګ د قدرت او واک لپاره و او نن هم؟ ښه که داسې ده نو تيره تجربه موږ ته ښه مثال ده. طالبه! روسان ووتل مجاهدينو د ډاکټر نجيب الله له نظام سره سوله ونه کړه او ويل يې چې مونږ کابل فتح کوو او په فتح کابل ته داخليږو هغه و چې نه فتح شوه نه يې کابل وليدو خپل منځ کې یې لکه د ګور چينجيو سره وخوړل چې ترڅو بله ډله پسى راپورته سوه او شمشتو، کولاب، او عربستان ته يې په منډو کړل؛ نو طالبه هغه ده امريکا سره جوړه وشوه د اشغال بهانه ورکه شوه اقتدار دې حق دی چوکۍ دې حق ده دا خاوره دا نظام ستا نظام دی ملت به ستاسو موټر بم او د خپلو اولادونو وينې وبخښي، د حکومت بمبارۍ او بنديخانې به هم وبخښي ملت به مو تر شا وي تاسو سره خپلو کې جوړ راشئ.
بین الافغانې خبري:
طالبان معلوميږي، چې سوله کوي د جنګ اصلى اړخ امريکا اتلس کاله دلته خپلې ټولې (اقتصادى، سياسي، نظامې، ديپلوماتيکې منابع په مصرف واچولې) ټريلونونه ډالر يې مصرف کړل اوس غواړي، چې نور د جنګ نه! بلکې د سولې له لارى دلته خپلې منافع خوندي وساتي، دغه و چې د نړۍ قوي طاقت امريکا د يو کوچني هيواد کوچنۍ ډلې طالبانو سره 18 مياشتې په جوړ جاړي تيرې کړې او ټرمپ هم د حساب وړ پاملرنه لرله ورته؛ وروسته له اتلس مياشتو د سولې سخت پړاونه ووهل شول د جنګ اصلي علتونه امريکا او طالبان سره جوړ شول د فبرورۍ په 29د قطر په خاوره له څلويښتو زياتو هيوادونو په شتون کې ددواړو ترمنځ سولې تړون لاسليک شو. ټاکلى شوې وه چې دمارچ ترلسمې به 5000 بنديان خوشې کيږي، چې ددې توافق يوه برخه وه او د مارچ په لسمه به افغانې جرګه (مذاکرات) شروع کيږي، خو هغه ونشو څلور مياشتې پوره کيږي نه بنديان مکمل خوشې شول نه افغاني خبرې شروع شوې ولې علت يې څه وٶ؟ سياسي جنجالونه شروع شول عبدالله او اشرف غني يوه چوکۍ دوه سړي شول، ددولت ټول اړخونه حتی د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد چې ماموريت يې سوله وٶ، هغه هم د دوۍ ترمنځ جوړجاړي کې بوټونه وشکول، سوله بين الافغاني خبري هيرې شوې، خو ښه خبره دا وه چې نسبي اوربند هم وٶ، طالبانو ډېر لوى عمليات او چاودنې نه کولې تلفات کم وٶ، خو جنګ جريان درلود. پدې څلور مياشتو کې په زرګونه امنيتي ځواکونه ووژل شول او لدې ډېر شمير عام وګړي شهیدان شول. ددې وژل شويو افغانانو پړه په چا ده؟ معلومه ده په هغه چا چې د افغاني خبرو مخه نيولې،هغه څوک چى خړې اوبه غواړي، چې ماهيان پکې ونيسئ اوهغه څوک چې د سولې په راتګ ددوې شخصې ګټو ته زيان اوړي. د ملت هيله سوله ده خو د چارواکو نظر د واک په ويش. ملت ته د سولې تعريف( په هر قيمت چې وى سوله غواړو.) خو ددوى تعريف (سوله غواړو چى زموږ شخصى ګټي پکې خوندې وې.) سوله څنګه راځئ؟ که سولې ته آراده وي ډېره آسانه راتلاي شي؛ موږ هغه ملت يو چې د جرګو او مرکو ښه فرهنګ لرو لويه جرګه لرو، راځئ! له همدې تارېخي دود څخه کار واخلو له هرې ولسوالۍ څخه يو يو قومې مشر راټول کړو، حکومت دې واک او ټول صلاحيتونه ورته ورکړي د دريم ګړي په توګه دې د دواړو خواوٶ واک ورکړل شي، د دوې پريکړه دې سور خط وټاکل شي؛ سياسون، حکومت، او ملت دې هم دوی سره همکار وي، اسلامي هيوادونو نړيوالي ټولنې څخه دې هم يو پلاوی ګډون وکړي دولتي ادارات دې لکه د تېر پشان قرنطين شي يوه مياشت دې ټول ادارات سولې ته وقف شي، رسنۍ دې هم ټول پوښښ سولې خبرو ته ورکړي، واک قدرت چوکۍ دې همدا څو تنه مشران وويشي او داسى پريکړه دې وکړي که چا د دوی پريکړه ونه منله په وړاندې به يې علماّ جهاد اعلانوي. سوله لومړېتوب ده بې له سولې موږ نيست نابود کيږو.
بله چاره بله اثره بله لار نلرو، سوله مو لار ده ربه! دا يوه لار لرو. “