جمعه, اپریل 26, 2024
Homeروغتیاد وزن د کمولو اسانه او ګټوره نسخه

د وزن د کمولو اسانه او ګټوره نسخه

تاند- ځیني خوراکونه او مشروبات د انسانانو د بدن د وازګو او وزن له کمېدو سره مرسته کوي.

چې داسي لارې وي، پکار نه ده چې د وزن د بایللو لپاره خطرناکې لارې لکه د ډنګرېدو درمل غوره کړو.

دا لاندې نسخه په ۱۴ ورځو کې ممکن ستاسو د بدن میتابولیزم زیات کړي او په نتیجه کې یې ستاسو وزن کم شي.

لازم مواد:

یوه کاچوغه د تراشل شوي ادرک یا زنجبیل ریښه.

یو دانه بادرنګ

یو لیمو

د ویلني یا نعنا ۱۲ پاڼې

یو لیتر اوبه

د برابرولو چل

بادرنګ او لیمو پوست او میده کړئ. که میکسر لرئ له پاس ذکر شویو موادو سره یې میکس کړئ. ۱۴ ورځې یې د ورځې یو ګیلاس وڅښئ. له دوو اوونیو وروسته به ووینئ چې وزن مو له ۲ تر ۵ کیلو پوري لږ شوی دی.

ښه دا ده چې دا ترکیب سهار په نهاره وڅښئ.

9 COMMENTS

  1. دا مو ندی ویلی چه دغه اوبه خو دومره وخت کفایت نه کوی چه نوری اوبه ورسره سنگه یو زای کڑو
    که شه تفصیل ولیکی ڈ یر گٹور معلومات دی
    مننه

  2. يو ليټر اوبه ۴ګيلاسه کيږي دا ددې معناء چه په ۴ورځو کي يوه پلا دا محلول جوړيږي مګر امکان دي ولري چه په ۴ورځو کي دامحلول خراب سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب