جمعه, مارچ 29, 2024
Homeروغتیاد مخ د غوړوالي د مخنیوي لپاره یو څو اسانه او طبیعي...

د مخ د غوړوالي د مخنیوي لپاره یو څو اسانه او طبیعي نسخې

ژباړن: محمد مبین هڅاند –

د مخ غوړوالی چې ډېر خلک ورسره لاس او ګرېوان دي او غواړي چي له دغه تکلیف څخه ځانونه خلاص کړي نو د دغو کړنو په عملي کولو سره کولای شئ چې ځانونه ترې خلاص کړئ.

۱: د هګۍ سپین  په یو واړه لوښي کې حل کړئ او بیا یې په مخ پورې وموښئ او تردې کار کولو څخه وروسته یې د نیم ساعت(د دېرش دقیقو لپاره) یې په مخ بورې پرېږدئ او بیا یې په تړمو اوبو سره ومینځئ.

۲: د زیتون د تېلو په مرسته  هم کولای شو چې د خبل د مخ غوړوالی له مینځه وړلای شو، د شپې د ویده کېدو څخه مخکې باید خپل مخ پاک ومینځو او وروسته یې د زیتون د تېلو په مزسته غوړ کړو او سهار یې بیا په تړمو اوبو سره ومینځو.

۳: د لیمو په مرسته هم کولای شو چې د خپل مخ غوړوالی له مینځه وېسو، لیمو لومړی باید په مینځ غوڅ کړو او بیا لیمو په خپل مخ پورې ومښو ، چې دا کار به هم له مونږ سره د مخ د غوړوالی په ختمېدو کې مرسته وکړي.

۴: په مسلسل ډول مساج هم د مخ د غوړوالی په مینځه وړلو کې کومک کوي، د دې ترڅنګ باید د هغو خوراکونو د خوړلو څخه ډډه وکړو چې ډېرې مصالحې ولري او یا هم سور کړی خوراک وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب