جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې له کورونا د رغېدلو کسانو شمیر تر ۲۰ زرو واوښت

افغانستان کې له کورونا د رغېدلو کسانو شمیر تر ۲۰ زرو واوښت

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۱۹) د افغانستان دعامې روغتیا وزارت مسولان وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کورونا ویروس ۷۱۶ نمونې څېړل شوې دي، چې له ډلې یې د ۳۱۴ هغو پایله مثبته وه.

یاد وزارت وایي دې سره پر کورونا ویروس د اخته کسانو ټول شمېر ۳۳ زره او ۹۰۸ ته لوړ شو.

د روغتیا وزارت د چارواکو په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۲۰ کسان مړه شوي او ۱۴۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې د کورونا وبا له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۹۵۷ ته ورسید.

سرچینه وایي له یادې ناروغۍ بیا د رغېدلو کسانو شمیر بیا شل زره او ۸۴۱ ته پورته شو.

د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې په کورونا ناروغۍ د اخته کسانو شمیر(۱۲۰۱۲۷۲۰) ته لوړ شوی چې له ډلې یې ( ۵۴۸۹۱۴) تنه مړه شوي او (۶،۵۶۲،۶۷۹) تنه بېرته ترې رغېدلي دي.

یادې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې امریکا متحده ایالت ډیره وځپله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب