جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهجان بولټون: ټرمپ په دې نه دی خبر چې د امریکا ولسمشر...

جان بولټون: ټرمپ په دې نه دی خبر چې د امریکا ولسمشر څه مانا

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۸) جان بولټون: ټرمپ لا هم د ماشومانو په څېر عادتونه کوي

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټون وايي، ددې پر ځای چې ټرمپ په خپل کار او په راتلونکو پلانونو فکر وکړي علاقه لري د ماشومانو په څېر له غټو خلکو سره وګوري، کېني او وخاندي.

بولټون وايي ټوله ورځ غواړي له غټو خلکو سره لکه پوتین او شي جینګ پینګ سره لیده کاته وکړي.

بولټون دغه خبرې له المان غږ انګلیسي سره په یوه مرکه کې کړي دي.

هغه زیاته کړې نوموړی له دې دواړو سیاستوالو سره کینه لري او لامل یې همدا دی چې نوموړی یې په خپله اداره او ځان بې باوره کړی دی.

ده ویلي، د خپلې کاري دورې پر مهال یې یوه ورځ هم ټرمپ د ورځنیو راپورونو پر لوستلو نه دی لیدلی.

بولټون ویلي چې ټرمپ لا تر اوسه په دې نه دی خبر چې د امریکا ولسمشر څه مانا.

تر دې وړاندې په ټرمپ داسې نيوکې شوې وې چې نوموړی ټوله ورځ د ټلویزیوني چینلونو په اړولو او رااړولو تیروي، خپل کار ته فکر نه کوي او خپل وخت په بېځایه کارونو تيروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب