شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد روغتیا وزیر وایي پرکورونا د مثبتو پېښو شمېر په کمېدو دی

د روغتیا وزیر وایي پرکورونا د مثبتو پېښو شمېر په کمېدو دی

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۱۹) د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي، چې د تېرو دوو میاشتو په پرتله هېواد کې پرکورونا وبا د اخته کېدونکو کسانو شمېر د پام وړ کم شوی دی.

عثماني زیاتوي خو لاهم هېواد له یادې وبا نه دی پاک شوی.

جواد عثماني د خبري کنفرانس پرمهال له خلکو غوښتنه وکړه، چې له دغې ناروغۍ د ځان ژغورنې لپاره دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي د کابل روغتونونو کې د اکسیجن کمښت ستونزې ته په اشارې وویل، چې اوسمهال دا ستونزه حل شوې او ټول روغتونونه په کافي اندازه اکسیجن لري.

د یاد وزارت دمعلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کورونا ویروس ۷۱۶ نمونې څېړل شوې دي، چې له ډلې یې د ۳۱۴ هغو پایله مثبته وه.

دوی وایي دې سره پر کورونا ویروس د اخته کسانو ټول شمېر ۳۳ زره او ۹۰۸ ته لوړ شو.

د روغتیا وزارت د چارواکو په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۲۰ کسان مړه شوي او ۱۴۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

2 COMMENTS

  1. کرونا کلیو ته تللې ده. کور په کور خلک پرې اخته دي خو ډېر یې لا نه پیژني.
    د اخته کېدو کچه لوړه خو د مړینې کچه ټیټه ده.
    زما په شمول زما د خپلوانو ۷ کورنۍ پرې اخته شوې خو الحمدلله ټول ترې و رغېدو.

    البته د رسمي ارقامو اندازه ټیټه او خلک ورسره عادي شول، ډېر نه هېرېږي، خپله تداوي خپله کوي.

  2. محترمو وطنوالو دمختلفو اړیکو او تجربو دا وایم:دکرونا ناروغی په دنیا کی نوی اوساری مریضی ده ,چه تر اوسه دعلاج ثابته دارو او همدارنگه واکسین نه شته : خودا ثابته شوی ,چه په دی مریضی اکثریت اخته کسان جوړیږی.عمده شرط یی دادی ,چ کوم وقت چه وپوهیږی چه ددی مریضی علایم په تاسو کی شته ‘کوښښ وکړی چه دخپل خوب ځای د’خوراک لوښی دنورو نه بیل کړی’.اونږدی اړیکی مو دنورو سره قطع کړی ‘هیڅ مورال دلاسه مه ورکوی ,او وارخطایی. هم مه کوی ,دا فکر وکړی چه تاسو ریزش شوی یاست ‘منتها فرق یی دادی چه دا ریزش 2 هفتو نه تر 20 ورځو دوام کوی ‘کوښښ وکړی چه دمایعاتو استمال موزیاد وی هغه هم گرمی اوبه ,چای .سوپ ‘گرمی شیدی.خوراک موهم په نورمال ډول وکړی ,که چیری وجود مو درد کول نو بیا پرستامو 500mg په شپه اوورځ کی د2 نه تر 3 وقته په 4 ساعتو وقفه کی استعمال کړی.
    په هیڅ صورت انتی بیوتیک دارو مه استعمالوی ‘چه دگټی پر ځای نقصان یی زیاد دی ‘ځکه چه انتی بیتویک مو ویروس نه شی وژلای’ مگر دوجود مقاومت مو له منځه وړی ‘او ویروس ته درشد اونمو شرایط برابروی,. که دسږو اوتنفسی جهاز تکلیفو مو ډیر زیاد نه وی ,دمصنوعی اکسیجن نه استفاده مه کوی.ځکه چه سالم سږو او تنفسی جهاز ته مصنوعی اکسیجن دکرونا دمریضی په حالت کی ضرر رسیږی. داکسیجن ورکول په هغه صورت کی ضروری گڼل کیږی چه مریض ته. تنفسی مشکل پیداشی’.
    دکرونا مریض چه حالت یی بیخی وخیم نه وی ,باید شفاخانه ته ولاړ نه شی ,چه دگټی په عوض یی نقص زیاد دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب