یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهرباني د سولې پروسې سره پرسیاسي چلند نیوکه لري

رباني د سولې پروسې سره پرسیاسي چلند نیوکه لري

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۱۹) د جمعیت ګوند کې تر خپلمنځي ستونزو وروسته، صلاح الدین رباني، چې ځان د یاد ګوند سرپرست بولي وایي، د نورو په واک کې شراکت غیر معقوله موخه ده.

رباني د جمعیت ګوند څو غړو، عبدالله عبدالله، عطا محمد نور او یونس قانوني ته په اشارې ویلي، چې واک ته رسېدل د جمعیت ګوند اساسي موخه ده.

خو زیاتوي د څو وزارتونو او سفارتونو په بدل کې د نورو په واک کې ځان شریکول غیرمعقول هدف دی.

هغه د مصالحې د عالي شورا مشرعبدالله ته په اشارې وویل، جمعیت د هغه په رهبرۍ د سولې پروسې مخالف نه دی خو په وینا یې ځینې کړۍ له دې پروسې سره سیاسي چلند کوي.

نوموړي دغه راز د جمعیت ګوند د عمومي مجمع ترسره کېدو لپاره د یوې کمېټې د جوړېدو خبرهم ورکړی دی.

د جمعیت په ګوند کې پر یو بل توندې نیوکې او د غړو ترمنځ یې وروسته له هغې ناندرۍ زیاتې شوې کله، نور د یاد ګوند په رهبرۍ کې د بدلون خبره وکړه.

5 COMMENTS

  1. ترکومه ځایه چې مونږ مالومات لرو جمعیت یو ګوند نه ، بلکې یو استخباراتي . جنګي تنظیم وو چې د افغانستان د تضعیف ، ورانولو ، د پرمختګ ضد پلانونو د عملي کولو او په پای کې د افغانستان د ورونو قومونو ترمنځ د نفاق لپاره جوړ شوی دی .
    جمعیتیانو خپله شومه ، انساني ضد ، افغاني ضد او ملي ضد دنده په خورا بریالیتوب سره پای ته ورسوله . د دې مختورې ډلې د تجزیې او انحلال وخت رارسېدلی دی ، نور پخواني هغه منحوس او شوم اهداف نشي ترلاسه کولی. که افغانان لږ هوښیار شي نور به دوی هېڅکله د قدرت ته رسېدلو خوبونه ونه ویني .

  2. ښاغلي شاهين افغان ته سلامونه
    بل خوب هم ويني او که دا يو خوب ده په کوم سفارت کي، په کوم وزارت او پ کوم ه ويلايت کي جمعيتان نه د ناست. برسيره پردي چه په تيرو انتخباتو کي جمعيتان ناکام شول بياهم ۵۰ په ۵۰ حوکمتي ادارو کي به دوي ناست وي. د جمعيتانو په منځ کي که هر څومره کډوډي راځي دخپل پخواني هدف چه تاسو اشاره ورته کړيده هغه شوهمي هدف ته به بيا هم سره يولاسي وي ګوره پرچميانو حکومت کاوه او دوي د جهاد په نامه غلي ناست وو او ځان يي د پرچميانو دښمن ښودل خو په دواړو خواوو کي پرچميانو او جمعيتانو پټه يوبل سره همکاري کوله. هغه وخت چه پرچميان له سياسي سحني لري کړي شول جمعيتان او پرچميان او ستميان بيرته ښکاره سره يو ځاي شول او نن په يادو پوستونو کي ناست دي.

  3. دا ډله چې د سقو پاتې شوني هم ورته ویلای شو، د سقو د وخت نه تر رباني، مسعود او دا نورو پورې یوازې په چور، غلا، هېواد پلورنه، جاسوسۍ او پښتنو سره په دښمنۍ اخته دي. دوي یعنې دا جمیعتیان هغه لنډغر او سیاسي فاحشې دي چې د قدرت او امتیاز د تر لاسه کولو لپاره د هر ډول ذلت منلو ته ته تیار دي. دا خلک واقعاً د افغانستان لپاره د مکروبو حیثیت لري. مړه دې وي دا هېواد پلورونکي. مننه

  4. ښاغلي سرمست ورورته له سلامونو وړاندې کولو وروسته باید وویل شي چې له تاسو سره موافق یم ، ما په وروستۍ جمله کې دا شرط : که افغانان لږ هوښیار شي نور به دوی هېڅکله د قدرت ته رسېدلو خوبونه ونه ویني ، ور اضافه کړی دی . بیا هم تاکید کوم خدای د وکړې چې افغانان راويښ شي اوکه ویښ نه شول ، بیا به هغه جمعیت او هغه ملا رباني وي . تورې به لالا وهي او مړۍ به عبدالله وهي .

  5. د جمعیت ګوند د عربستان استخبارات, د ایران ساواک ISI او CIA لخوا جوړ شو. قاضی حسین چې د ISI سره نژدی اړیکي درلودل، کابل ته د برهان الدین ربانی د سازمانی, سیاسی روزنې پاره راتلو او اقتصادي مرستی ئز ور سره کولي.
    د حزب جمعیت اسلامی افغانستان نوم هم د جماعت اسلامی پاکستان له نوم سره سیالی وه.
    صلاح الدین ربانی د جمعیت حزب د خپل پلار میراث بولي، آما د افغانستان سیاس نظام بدلول غواړی???
    د جمعیت حزب څو ټوټي شویدی. د د ربانی زوی او زوم ضیاء مسعود، عطانور، عبدالله عبدالله، يونس قانونی
    بسم الله محمدی او امان الله ګزر او همدارنګه امیر اسماعیل خان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب