شنبه, اپریل 27, 2024
Homeروغتیاد ناروغیو ۶ نښې چې باید بابېزه ونه ګڼل شي

د ناروغیو ۶ نښې چې باید بابېزه ونه ګڼل شي

ژباړن:  ډاکټر عبدالاحد نیازی،‌ کندهار

اکثر دردونه دخطرناکې ناروغۍ نښه نه وي، خو که تاسو په خپل بدن کې له لاندې یادو شویو دردونو او ستونزو څخه یوه احساس کړئ، باید چې جدي یې وګڼئ اوله اړوندو ډاکترانو سره یې شریک کړئ.

۱. په لاسونو او پښو کې سست والی: هرکله مو چی مخ ، پښې او لاسونه ویده شي او حرکت ورته سم نشئ ورکولی نو دا د سټروک نښی بلل کیږي په ځانګړې توګه که چیرته درد د بدن یو طرف لکه ښی لاس او ښۍ پښه او یاهم چپ لاس او چپه پښه کی وي.

ګنګسیت، د بدن توازن له لاسه ورکول او یا په هوساینې سره دبدن حرکات  نه ترسره کیدل هم د سټروک نښې بلل کېږي.

هر کله مو چی په سملاسي توګه د لیدلو وړتیا له لاسه ورکړه، یا هم شدیده سردردي، یا هم په خبرو او اوریدلو کی درته ستونزه پیدا شوه؛ نو سمدلاسه روغتیایي مرسته وغواړئ، په داسی وخت کی انتظار مه کوئ او ژرتر ژره د امبولانس یاهم د یوې بلې نقلیه وسيلې په فکر کې شئ چې  ژر تر ژره مو روغتون ته ورسوي. که چیرته تاسو په لومړیو څلورو او پنځو ساعتونو کی د وینې د لښتی (علقې) د له منځه وړلو درملنه ترلاسه کړئ نو له دایمي معیوبیت څخه به مو ځان ژغورلی وي.

سټروک د دماغ په یوه برخه کی د وینې د جریان په سملاسي ګډوډۍ او خرابۍ ته ویل کیږي.

۲. د ټټر درد: د ټټریا سینی هر درد په ځانګړې توګه که خولې، فشار، سالنډي او زړه بدوالی ورسره ملګري وي، باید د اړوند ډاکټر له خوا ارزونه شي. د ټټر درد د زړه د ناروغیو او یاهم د زړه د حملی نښه ده په ځانګړې توګه کله چی درد  د فعالیت او کار کولو څخه وروسته را پیداشي. په همدی توګه دوینی هغه لښته یا علقه چی دسږو په لور روانه وي هم په دې ډول دردونه رامنځته کوي.

هرکله مو چې د سینه تنګۍ او دروند والي احساس له څو دقیقو څخه ډیر دوام وکړي، له منځه لاړشي، او بل وخت بیا راوګرځي نو د روغتیایي مرستو په لټه کې شئ.

۳. د پښې په ښکتنۍ برخه کی د درد او حساسیت موجودیت: دغه درد به په پښه کی د وینې د لښته کېدلو له کبله وي، چی طبی نوم یی په ژورو رګونو کی د وینی لښته کیدل (Deep Vein Thrombosis) دی، او هغه وخت رامنځته کېږي چې تاسو د اوږده وخت له پاره کېنئ لکه په اوږدو هوایی یا ځمکنيو سفرونو کې او یا هم هغه مهال چی تاسو د ډېر وخت لپاره ناروغ یاست او له بستر څخه نشئ پورته کیدلی.

دغه دردونه د دریدلو او یاهم د حرکت کولو پرمهال محسوسیږي چی پړسوب هم ورسره وي، خو له سپورټ اودروند کار څخه وروسته د پښو د دغسی دردونو پیداکیدل نارمل ګڼل کیږي. البته، که په دې صورت کې هم ګرموالی او دوامدار درد ورسره ملګري وي نو باید له مربوط ډاکټر سره وکتل شي.

دا ډیره ضروري ده  چې د وینی د لښته کېدنې (علقې) مخه مخکې له دې چې د وینې جریان بند او اختلاطات را منځته کړي، ونیول شي.

۴. په تشو میتیازو کې د وینی موجودیت: په تشو میتیازو کې د وینې موجودیت ډیرلاملونه لري، خو هرکله چې تاسو په تشو میتیازو کی وینه ولیدله او ورسره مو په دواړو تشو او ملا کې درد احساس کړ نو کیدی شي چې تاسو د پښتورګي تیږه ولرئ. د پښتورګي تیږې واړه کریستالونه دي چی له مالګې او منرالونو څخه په پښتورګو کې جوړیږي او دمیتیازو دپایپونو له لارې له بدن څخه خارجیږي. د دې ستونزې د ښه تشخیص لپاره به ډاکتر تاسوته د اکسری یا هم د الټراساونډ معاینات اجرا کړي. د پښتورګو ځینې تیږې پخپله له بدن څخه وځي خو ځینی وختونه جراحي او نورو میتودونو ته اړتیا پیداکیږی ترڅو دغه ستونزه حل کړي.

او که چیرته تاسو د تشو میتیازو د وینې څخه علاوه تشناب ته د تشو میتیازو لپاره زیات تلل، درد او سوزاک ولرۍ نو دغه حالت ښيي چی تاسو د پښتورګو اومثانې انتانات (مکروبونه) لرئ، خو که په تشو میتیازو کې په وینې سربېره تاسو هیڅ درد او سوزاک ونه لرئ نو دا د پښتورګو او مثانې په سرطان دلالت کوي.

۵. اضافي تنفسي اوازونه: دتنفسي ستونزو درملنه باید ژرتر ژره وشي. که تاسو ویزنګ (دتنفس پرمهال په سږو کی د شپیلي غوندی غږ) ولرئ نو باید ژر ترژره خپله درملنه وکړئ.

په سینه کی د شپېلي په څیر غږونه، سالنډي، د سږو ناروغیو، سختو الرجیو او همدا راز له کیمیاوي موادو سره د مخامخ کیدلو په صورت کی پیدا کیږي. په همدی توګه دغه ډول ستونزی د سینه بغل او برانکایټس له کبله هم رامنځته کیږي، چی په دې صورت کې به تاسو په ټوخي کي ژیړ یا شین بلغم ، سالنډی او تبه ولرئ نو په داسې یوه حالت کې باید له اړوند ډاکتر سره وګورئ.

۶. د ځان وژنې خیالونه: که چیرته تاسو ځان ناهیلی، ناخوښه او له ژوندانه څخه په تنګ احساسوئ، یا هم د دې له پاره چی ژوندي پاتی شئ هیڅ دلیل نه لرئ نو ژر تر ژره له اړوندو روغتیایي متخصصینو څخه مرسته وغواړئ.

ماخذ: http://www.webmd.com/women/features/serious-symptoms

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب