جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهبادغیس کې د پخوا په پرتله د غنمو حاصلات زیات شوي

بادغیس کې د پخوا په پرتله د غنمو حاصلات زیات شوي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۶) د کرنې وزارت: په بادغیس کې د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې سږ کال د بادغیس ولایت د غنمو حاصلات ۱۲ سلنه زیات شوي دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، سږ کال په دغه ولایت کې مجموعاً ۱۶۱ زره او ۸۸۹ مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱‍۲ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.

د بادغیس ولایت د کرنې رئیس عبدالتواب تایب وايي: «په ناڅاپي ډول د اخیستل شویو نمونو څخه معلوميږي، چې په یو هکتار ځمکه کې آوي غنمو شاوخوا ۳.۴۷ ټنه او للمي غنمو ۲.۱۴ ټنه حاصل ورکړی دی.»

ددغه وزارت د اټکل له مخې سږ کال په مجموعي ډول زیات وکم ۱۶۱ زره او ۸۸۹ ټنه غنم په دغه ولایت کې تولید شوي دي چې د تېر کال د حاصلاتو په نسبت شاوخوا ۱۲.۲۷ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.

د کرنې وزارت د بادغیس ولایت د کرنې رئیس عبدالتواب تایب په حواله لیکلي، په کافي اندازه د بارانونو اورښت او د ۸۱۷ ټنه اصلاح شویو تخمونو ویش په دغه ولایت کې د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل ګرځیدلی دی.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ تېر کال د آوي غنمو اندازه په هر هکتار ځمکه کې ۳.۱۴ مټریک ټنه او د للمي غنمي اندازه په هر هکتار ځمکه کې ۲.۱ مټریک ټنه ښودل شوې وه.

یاده دې وي چې تېر کال په بادغیس ولایت کې ټولټال د ۶۳ زره او ۶۱۸ هکتاره ځمکې د غنمو د حاصل اندازه ۱۴۴ زره او ۱۹۱ مټریک ټنه ښودل شوې وه، چې سږ کال پکې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب