پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهسرپل کې د زعفرانو ۳۲ فارمونه جوړیږي

سرپل کې د زعفرانو ۳۲ فارمونه جوړیږي

خبریاله: عاقله اسد(سه شنبه،د سرطان ۱۷) د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د زعفرانو کښت د ترویجولو په لړ کې په سرپل ولایت کې د کروندګرو لپاره د زعفرانو ۳۲ فارمونه جوړوي.

د کرنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې د سرپل ولایت د کرنې رییس له قوله راغلي چې د زعفرانو بلبونه او د زعفرانو وسایل هم کروندګرو ته توزیع شوي ترڅو ګټه اخیستونکو ته د کار کولو څرنګوالي وښودل شي.

د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد سلیم رنجبر زیاته کړه؛ د پلاستيکي ټوکرۍ، ماسک، دستکشې، چمکۍ، امتیاز، زعفران سرې او فنګسي درمل توزیع شوي.

سرپل یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د زعفرانو د کښت او ودې لپاره ښه ځمکه لري. په دې وروستیو کلونو کې، په دغه ولایت کې پر څه باندې ۷۰ جریبه ځمکه باندې زعفران کرل شوي دي.

یاد وزارت ویلي؛ په ۱۳۹۸ کال کې په سرپل ولایت کې کابو ۱۳۴ کیلوګرامه زعفران تولید شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب