دوشنبه, مې 6, 2024
Homeکلتوریونلیکد کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

د کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

(بلوچستان او افغانستان ته د سفر یونلیک)

لیکوال: استاد محمدمعصوم هوتک

(۱۷)

د سپټمبر درویشتمه دعرفات شپه وه اوټوله ورځ په کورکي وم. حاجي عبدالرحیم داختري (اضحیې) له پاره یوغویی او یوپسه راووست.

دسپټمبر څلېرویشتمه دلوی اختر اوله ورځ (پنجشنبه) وه. پسله شپږ دېرشوکالوڅخه مي بیاداخترورځ په کندهارکي وه.داخترپه سهارپر اووبجوزماخوریی حاجي مسعودگلالی کورته راغی او داخترلمانځه ته ئې عینومېني ته بوتلم. داخترلمونځ موپراته نیموبجواداکړ. ښه د خوندعیدگاه وه. دلمانځه له پاره ئې دفټبال یومیدان چي ټاکلی وو. د لمانځه ځای ته خلگ دوه ځایه تلاښي کېدل. دتلاښي کوونکو چلند ډېرمؤدبانه وو. ترلمانځه وروسته له حاجي عبدالله اوحاجي نجیب الله سره په موټرکي هدیرې ته ولاړم. هورې مي دمور او پلار زیارت وکړ او خپلو نورونیکه گانوته مي ددوعالاسونه پورته کړل. تر دوعا وروسته د هدیرې پرنوروقبرو وگرځېدلو. له حاجي عبدالله اوحاجي نجیب الله سره مي دقبرودشنختوپه باب خبري وکړې اوسلا موپر دې سوه چي د هرقبرله پاره به کوچنۍ ډبري (یوفټ په یوفټ کي) جوړي کړواود قبرو پرسر به ئې په افقي ډول په سمینټوکي ونیسو. اووه ویشت قبره مو نښاني کړل اوزه چي کورته راغلم، دهرقبرله پاره مي د ډبري متن وکیښ او حاجي نجیب الله ته مي وروسته وروسپاره. ده دډبرو د جوړولوژمنه وکړه. له هدیرې څخه دغرمې پریوولسو بجو کور ته را ورسېدو. داضحیوکارمي خوریانوسرښته کړی وو. ترماخستنه پوري نر اوښځي دوستان، اشنایان او خپلوان جوپې جوپې راروان ول. دځینو دوستانوله خواداخترمبارکۍتیلفونونه هم راغلل.

دسپټمبرپرپنځه ویشتمه (دلوی اخترپردوهمه ورځ) هم دوستان د مبارکۍ له پاره کورته راتلل. په دغه ورځ مي دویني فشاریوڅه بې نظمه وو. سرگښتي راته پېښه وه خو ددوستانودمجلسوتنده تردې زیاته وه چي زه دي دفشاردبې نظمۍ په غم کي سم. په دغه ورځ ځوان شاعررحمت الله رحمتي   دښاغلي جبیر یوه مناظره چي رحمتي په نظم اړولې وه، دکتلواوڅه لیکلودپاره راکړه. ورځ مي ټوله پرکور تېره سوه.

په دریمه ورځ (۲۶ دسپټمبر) له عبیدالله جان (بابا) سره سهاروختي دحبواخندزاده زیارت ته ورغلم. دمرحوم عبدالباري واسعي (گل ماما) زوی شاهجان هم راسره ملگری وو. دحبواخندزاده دقبرجوړولو پروگرام مي له دوی سره شریک کړ او بشپړجریان به ئې ددې یونلیک په یوه بله برخه کي ولولئ

ددغي ورځي په څاښت کي مي له عبدالهادي عطایي (مُلا) سره په تیلفون کي خبري وکړې. دجهاني صاحب دموټر دټکر حادثه ئې راته بیان کړه. ډېرخواشینی سوم اودهمدې ورځي په ماښام مي امریکاته ټیلفون وکړ. له جهاني صاحب سره مي خبري وکړې. اوازئې زهیر وو. د حادثې ټول جریان ئې راته ووایه. دخدای شکر چي هډ ئې مات سوی نه وو خوراته وېویل چي مېرمن ئې ترده زیاته ټپي سوې وه.

په کندهارکي له څولسیزوراهیسي زماپخواني اشنایان داخترپه دریمه ورځ غرمه دحاجي اخترمحمدخان معلم صاحب کره راغونډېږي. د غرمې ډوډۍ ئې هورې وي اوترماځیگره پوري ئې باڼداردوام لري. دا اخترهم دپخواپه شان غرمه دحاجي معلم صاحب کره ولاړو. دغرمې ډوډۍ مو هورې وخوړله. ډاکټربشیر اوډاکټراسدالله ترین او نور دوستان اوشناخته خېل هم راغلي ول. ماپښین عزیزخان کرزي د اختر مبارکۍ له پاره اوماځيگرحاجي همت صاحب له کابله داختر مبارکۍ ته تیلفونونه راوکړل. حاجي همت دکابل ست راته وکړ او ماهم اطمنان ورکړ چي کابل ته مي تگ دسفرپه پروگرام کي سته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب