دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهتاجيکستان د ۱۳ زره تنو ږيرې په زوره خرييلي او د ښځو...

تاجيکستان د ۱۳ زره تنو ږيرې په زوره خرييلي او د ښځو حجاب يې منع کړی

تاند:( شنبه، د قوس ديارلسمه)‏ ‏د تاجيکستان دولت په يوه بېساري ګام کې د ۱۳ زره تنو ږيرې په زوره خرييلي او په رسمي ښوونځيو او پوهنتونونو کې يې د ښځو په حجاب بندیز لګولی دی.

د دغو اقداماتو دليل د اسلامي افراطيانو پر وړاندې مبارزه ښودل شوې ده.

ويل شوي، چې ۱۷۰۰ افراطيت ته متمایله ښځې، چې حجاب يې اغوست، له حجاب څخه منع شوي او څه باندې یو نیم سل حجاب پلورنځي تړل شوي دي.

د تاجيکستان ولسمشر امام علي رحمان په يوه خبرداري کې له خلکو غوښتي، چې د پردي فرهنګ له پاللو ډډه وکړي.

هغه ټينګار وکړ، چې خلک دې دودیز لباسونه واغوندي او د تور رنګه لباسونو له کارولو دې ډډه وکړي.

په وروستيو کې د منځنۍ اسيا نور هېوادونه هم د افراطي ډلو او افکارو له پراختيا ډېر انديښمن دي.

د تاجيکستان ولسمشر امام علي رحمان څه موده مخکې، په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدل د افراطي ډلو د پیاوړتیا لپاره خطرناک ګڼلی و.

طالبان تورن دي، چې د تاجيکستان، ازبکستان او نورو سيمه ييزو ترهګرو ډلو نيږدې ملګري دي او د اړيکو د سابقې تر څنګ اوس هم نه شليدونکې اړيکې سره لري.

طالبانو بيا دا تورونه ردکړي دي.

2 COMMENTS

  1. د تاجکستان شریف ولس تر موږ ډیر ښه مسلمانان دی، قران لولی، غلا نه کوی، انسان نه وژنی، انتحاری حرامه بولی، مکتبونه، جوماتونه، کلنیک او سرکونه په بمونو نه الوزوی ټوله ورځ حلال رزق ګټی هوښیار او تعلیم یافته دی وطن ورباندی ګران دی له مسلمانی برعلاوه باغیرته او باهمته هم د ی دا ځکه چی د نورو جاسوسی او غلامی نه کوی له امریکی څخه ګدایی نه کوی بهرنیو خیراتو ته یی سترګی ندی نیولی
    نور یی څه کوئ خپل کار یی دی موږ ته د یو چا عمل مهم دی مقصد د ژبی او لاس ضرر یی چاته ونه رسیږی تراوسه تاجکستان موږ ته کوم ضررندی رسولی لا یی په صادراتو ماړه کړی یاستو کور یی ودان برق یی هم راکړی دی

  2. صهیونیزم په هر هیواد او هره ټولنه او هر ګوند او هره ډله کی ماهر مزدوران روزلی دی حتی په دوو متضادو سنګرونو کی ئې عین اشخاص استخدام کړی دی.
    رامانوف هغه پلید او خبیث مزدور دئ کوم چی تر پرون پوری ئې د صهیونیزم په بله کرونده ( مارکسیزم – لېننیزم ) کی د دیکتاتورۍ څپر غاړی ته اچلوي ؤ او نن ئې د بل غوائی يوغ غاړی ته اچولئ دئ.
    آیا یو روشنفکر شته دئ دا ټکئ روښانه کړی چی:
    د زاړه جهالت ( طالبیزم )
    او
    مُډرن جهالت ( رامانوفیزم) توپېر په څه کی دئ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب