جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد جګړې له ښکیلو خووا د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان غوښتنه

د جګړې له ښکیلو خووا د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان غوښتنه

تاند (دوشنبه، د سرطان۱۶) د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان: د جګړې ښکیلې خواوې دې تلپاتې اوربند وکړي

په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان مشر ډاکټر یوسف العثیمین د جګړې پر ښکیلو غاړو غږ کړی چې تاوتریخوالی راکم کړي او د سولې راوستو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

یوسف العثیمین له ښکیلو خواوو د تلپاتې اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دداسې سولې لپاره کار وکړئ چې افغانان یې د ډېر وخت راپدېخوا په تمه دي.

نوموړي په افغانستان کې د وروستي تاوتریخوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې او هغه برید یې غندلی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پ:ې ولسي خلک وژل شوي وه.

هغه له افغانانو هم غوښتي څو د تلپاتې سولې او پخلاینې لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.

ددغه سازمان سرمنشي ویلي، تمه لري چې د سولې روانې هڅې به د افغانانو د هوساینې او افغانستان کې د پرمختګ او امنیت سبب شي.

د اسلامي همکاریو سازمان دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې په افغانستان کې د هوا په ګرمېدو سره جګړه ورځ تر بلې زور اخلي او هره ورځ پکې په لسګونه خلکو ته مرګژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب