جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسوزن رایس: ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي عسکرو په ساتنه کې...

سوزن رایس: ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي عسکرو په ساتنه کې پاتې راغلی

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۶) سوزن رایس: د امریکايي عسکرو په وژل کېدو او د روسي استخباراتو له لوري طالبانو ته د انعام په ورکړې خبرې کړي دي

د امریکا د د ملي امنیت پخوانۍ سلاکارې سوزن رایس په خپلو ورستیو څرګندونو کې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژل کېدو او طالبانو ته د روسي استخباراتو له لوري د انعام ورکولو په اړه څرګندونې کړي دي.

نوموړې په ټرمپ تور پورې کړی چې ګوندې په ښکاره ډول داسې اقدامات تر سره کوي چې د پوتین په ګټه ده.

هغې روسیه د امریکا ستر سیال هېواد بللی، او ویلي یې دي چې ټرمپ د پوتین د خوشالۍ په پار ځیني کړنې تر سره کوي.

رایس دا هم ویلي چې ټرمپ د مسکو پر کړنو سترګې پټوي او ارو مرو په ټاکنو کې د روسیې څخه د مرستو هیله لري، نو ځکه یې په افغانستان، اروپا او نورو هېوادونو کې د روسي استخباراتو پر کړنو سترګې پټې کړې دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکارې ولسمشر ډونالټرمپ په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په ساتنه کې ناکام بللی دی.

سوزن رایس دا څرګندونې داسې مهال کړي چې تر دې مخکې امریکايي رسنیو مسکو په افغانستان کې طالبانو ته د انعام ورکولو اوسلو په برابرولو او طالبان یې د هند په نیمه وچه کې له داعش ډلې سره د اړیکو درلودلو په تور تورن کړي وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب