پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونههرات کې شپږو پولیسو ته مرګژوبله واوښته

هرات کې شپږو پولیسو ته مرګژوبله واوښته

تاند (شنبه، د سرطان ۱۴) هرات کې یوې بمي چاونې درې پولیس ووژل

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې درې پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وویل چې دا پیښه نن شنبه د هرات – اسلام قلعه په لویه لاره رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره، د احمدآباد سیمې په مربوطاتو کې ځای پر ځای شوي ماین هغه وخت چاودنه وکړه چې د کهسان ولسوالۍ د پولیسو یو هاموې موټر د سړک څخه د تېریدو په حال کې وه.

د یادونې وړ ده چې د هرات سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د هرات – اسلام قلعه په لویه لاره د پوستو د زیاتوالي خبر ورکوي، مګر په دې وروستیو کې په دې سیمه کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د همدې لارې په اوږدو کې د ماین په یوه چاودنه کې څلور تنه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان ول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...