پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهالوویرا، دکوکنارو ښه بدیل

الوویرا، دکوکنارو ښه بدیل

تاند (شنبه، د سرطان ۱۴) د الوویرا کښت د ننګرهاري بزګرانو هیلې زیاتې کړي

د ننګرهار ولایت کرنیز وادي شرکت مسؤولین وايي، چې په دغه ولایت کې د الوویرا د کښت چارې روانې دي او پر سل جریبه ځمکه یې دغه بوټي کرلي دي، چې له جریب نه به یې درې سوه زره افغانۍ ګټه تر لاسه شي.

ددغه شرکت مسؤولینو، الوویرا د کوکنارو ښه بدیل یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې په لومړي کال یو فصل خو په دویم کال به څلور فصله حاصل ورکوي.

د الوویرا بوټو متخصصین وايي چې د ننګرهار ځمکې ددغه بوټي د حاصل لپاره مناسبې دي او که په دغه ولایت کې یې حاصلاتو مثبته نتیجه ورکړه نو په لرې پرتو سیمو کې به یې د کښت چارې پیل شي.

الوویرا چې یو صنعتي او طبي بوټی دی، حاصلات یې لومړی ځل د افغانستان د تخار ولایت څخه کندوز او مزارشریف ته ورسېدل او تر هغه وروسته یې په تخار ولایت کې ښه حاصل ورکړ چې د بزګرانو پام یې ځان ته ورواړاوه.

که څه هم دا بوټی په افغانستان کې کم خلک پېژني خو هیلې دادي چې د حاصلاتو بازار به یې وغوړیږي.

څېړنو ښودلې چې د الوویرا عواید، له کوکنارو او آن له انجو هم ډېر دي، ځکه انجه له کرلو لږ تر لږه څلور کاله وروسته حاصل کوي، خو الوویرا د کال څلور ځله حاصل ورکوي.

3 COMMENTS

  1. فکر کوم د کال حاصل به درې سوه افغانۍ نه بلکې درې سوه زره افغانۍ وي ، تاند دې اصلاح کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب