یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهعراق کې پوځي تمریناتو خلک سخت ویرولي

عراق کې پوځي تمریناتو خلک سخت ویرولي

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۵) عراقي پارلمان، امریکا ته خبرداری ورکړی چې باید شویو هوکړو ته ژمن پاتې شي، ګنې تاوان به وکړئ

د عراق د کورني امنیت غړي علي الغانمي ویلي چې امریکا په تر ټولو امنه سیمه کې له سفارت څخه نظامي اډه جوړه کړې ده او په لسګونه ډوله سپکې او درنې وسلې یې پکې ځای پر ځای کړي دي.

الغانمي امریکا ته په خطاب کې ویلي چې دا کار د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف عمل دی.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي چې دې کار د ډیپلوماټیکو سیمو اوسیدونکي ویرولي او دا کار له عراق سره د ټولو شویو هوکړو له موادو سره په ټکر کې دی.

د عراق د کورني امنیت دغه غړي زیاته کړې، امریکا دې تر خط پښه نه اړوي ګڼي سخت زیان به وويني.

عراقي چارواکو دغه څرګندونې داسې مهال کړي دي، چې تېره ورځ یو شمېر رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې په عراق کې د امریکا سفارت کې نظامي تمرینات تر سره شوي او خلک یې سخت وېرولي دي.

امریکا ددغو څرګندونو په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. امریکا په افغانستان داسی جنګی جرایم کړی چی بشریت په ویلو او اوریدلو باندی ویریږی، کچیری ټول اسلامی هیوادونو په لومړی ځل کی امریکا او نړی د هر ابر قدرت په وړاندی په هر اسلامی هیواد کی غبرګون ښودلی وو نو نن په اسلامی هیوادونو دا حال نه وو ځکه اوس د همدی اسلامی هیوادونو زیاتره نظر خاوندان تر فشار لاندی او نشی کولی هغه حقایق چی نړیوال د امریکا د جرایمو او غلا او فساد په اړه ناخبره دی، خبر کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب