پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهایران د کورونا د دویمې څپې له خطر سره مخامخ دی

ایران د کورونا د دویمې څپې له خطر سره مخامخ دی

تاند (چهارشنبه ـ ۱۱) ایران کې د کرونا ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر یو ځل بیا مخ په ډېرېدو دی.

په ایران کې له کورونا وبا سره د مبارزې ادارې ویلي، د کورونا ویروس له ویرې یې یو ځل بیا د ایران مشهد ښار قرنطین کړی.

یادې ادارې زیاته کړې، په مشهد ښار کې د کورونا وبا مثبتو پېښو شمېر د دویم ځل لپاره مخ په ډېرېدو دی نو له همدې امله یې دا ښار د دویم ځل لپاره د یوې اوونۍ لپاره قرنطین کړ. ایران یو له هغو هیوادونو دی چې کورونا ویروس زیات زیانونه ور اړولي دي. تر دې وړاندې د ایران د خراسان ولایت سیاسي او امنیتي مرستیال ویلي و چې په مشهد کې د کورونا وبا مثبتو پېښو شمېر مخ په لوړېدو دی او دا چاره د کورونا ویروس د دویمې څپې څرګندونه کوي. هغه ویلي و، چې ښایي دغه ښار یو ځل بیا د هر ډول کاروبار او تګ راتګ پر مخ وتړل شي.

کورونا ویروس لومړی په چین کې راڅرګند شو او بیا د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونو ته خپور شو او هره برخه یې زیانمنه کړه.

له ایران ور اخوا امریکا هم یو له هغو هیوادونو دی چې کورونا تر بل هر هیواد ډیره ځپلې ده. په امریکا کې له کورونا سره د مبارزې په برخه کې د سپينې ماڼۍ لوی سلاکار آنتوني فاوچي په یوه خبري غونډه کې ویلي، ښایي داسې ورځ هم راشي چې په دې هیواد کې په یوه ورځ ۱۰۰ زره مثبتې پیښې ثبت شي. اوسمهال د امریکا په درېیو ایالتونو تکساس، کلیفورنیا او آریزونا کې د کورونا مثبتې پېښې خورا ډېرې شوې دي چې امریکايي چارواکي یې اندیښمن کړي دي. د متحدو ایالتونو حکومت امر کړی چې د کورونا ویروس لپاره د واکسین جوړولو لړۍ هم باید چتکه شي.

په همدې حال کې نن تر دې دمه په نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۰ ملیونه ۶ لکه ۱۴ زره ۳۵۳ تنو ته رسېدلی او څه باندې ۵ لکه ۱۴ زره ورڅخه مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب