پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه لغمان کې ښځو ۵۷۹ غالۍ مارکیټ ته وړاندې کړې

په لغمان کې ښځو ۵۷۹ غالۍ مارکیټ ته وړاندې کړې

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۱۱) په لغمان کې کلیواليو میرمنو ۵۷۹ تختې غالۍ مارکېټ ته وړاندې کړي تاند وېب پاڼه- د لغمان ولایت چارواکي وایي، په دې ولایت کې د کلیوالي میرمنو د اقتصادي پياوړتیا له لارې تر دې دمه دوی ۵۷۹ تختې غالۍ مارکېټ ته وړاندې کړي دي.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس وايي، په دې غالیو کې بیلابیل ډولونه شامل دي او اوسمهال پلور ته وړاندې شوې دي.

په لغمان کې د کلیوالي ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام په ۱۳۹۷ هـ ل کې پيل شوی دی. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، دوی یواځې په مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې پء مېرمنو ۳۷۰ کارګاوې ویشلي چې تراوسه پورې (۲۷۳۸) متره مربع غالۍ او ګلیم ترلاسه کړي.

مارکیټ ته په وړاندې شویو غالیو کې ۳۶۴ متره رنګه غالۍ او ۱۱۳ متره ساده غالۍ موجودې دي. چارواکي وایي تر اوسه پورې ۱۲۰ تختې ټغرونه هم تولید شوي، چې دا ټول په بازار کې په خورا لوړه بیه پلورل شوي. د معلوماتو له مخط تر دې دمه په دې پروګرام کې ګډونوالو میرمنو (۵۰۴۵۵۳۵) افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.

په دې پروګرام کې لسګونه میرمنې په کار بوختې دي او ډيری یې هغه کسان دي، چې کور سرپرستي ور ترغاړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب