شنبه, مې 18, 2024
Homeمقالېته لاړې او غم دې په خدای ډېره بربادي وکړه| امیرجان وحید...

ته لاړې او غم دې په خدای ډېره بربادي وکړه| امیرجان وحید احمدزی

څه عجیب پر ژوند مئین خلک یوو، مرګ د یو حقیقت او د ژوند د سِکې د دویم مخ په توګه بلاناغه منو، خو حتی پر دښمن مو هم پیرزو نشي. له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې هره ورځ، هره شپه او هره شیبه بې درېغه او بې موجبه وژل کېږو، مګر بیا هم له مرګونو سره روږدي او عادي نشو، ځکه خو د ګران اکا غوندې خوږو انسانانو پر مړینه سخت زړه ماتي شو.

ښه خلک چې څومره خواږه وي، نو همغومره یې مرګ او غم هم خواخوږو ته تریخ او دردونکی وي. په تېره د هغوی چې د روح ملګری دې وي او لکه ځان درته ”ګران“ وي. له کومې ورځې مې چې ګران اکا لیدلی او پېژندلی، دچا په مورد مې ترخه او رټلې خبره نه ده ترې اورېدلی. نه یې د ښې ځوانۍ او ښه مېړي دعوه کړې. نه یې په بې ځایه سیالۍ او سیالدارۍ ځان او نورو ته ځور او سرخوږی پېښ کړی. د یووالي سخت لېوال او پلوی و، تل به یې ویل، ”دا زه یې په تاسې ټولو کې بېکاره، مګر تاسو مخته او زه درپسې.

کمینه، ارام، بې ازاره او قانع انسان و. د هر چا درد او غم یې حس کاوه او پر هیچا یې بد نه و پیرزو. ”بچو“ یې عام تکیه کلام و. خپل مخاطبین به یې د ”بچو“ په خطاب متوجه کړل او بیا به یې په خپل ارام، پاسته او خواږه انداز خپله سپارښتنه وکړه. همېشنی ټینګار یې پر یووالي، د نورو په غمخورۍ او خواخوږۍ و.

کمې او شمېرلی خبرې یې کولې، خو چې طبعه به یې برابره وه، نو د خپل ژوند سرګذشتې به یې ویلې، په منځ منځ کې به یې نرمې او له پنده ډکې ټوکې کولې. د ځانګړي انداز خندا به یې کله کله په منځ کې خبرې پرې کړې. دومره به یې وخندل چې سترګو به یې اوښکې وکړې. بیا به را کېناست او د دواړو لاسونو په ورغوو به یې سترګې کلکې ومښلې.

نوم یې محمداجان و، مګر د خپلو شخصیتي ښېګڼو او ځانګړنو له برکته وړو او زړو، خپلو او پردیو ټولو ګران اکا باله. هغه په رښتیا هم ګران و، مګر له بده مرغه چې له نن وروسته موږ  بې ”ګرانه“ یوو، دغه خواخوږی انسان نور له موږ سره نشته، یوازې د هغه په یاد، کیسو او خاطرو به پایوو.

له زوی سره یې په ټلیفون غږېدم، ما ویل دې سړي”ګران اکا“ سخته ناځواني ونکړه، ولې یې موږ دومره او داسې ناڅاپه خواشیني کړو؟

ویل، هو ولا، ناځواني یې وکړه، ځکه جک جوړ و. له معدې بدساعت کاوه، خو چې روغتون ته مو ورساوه، ډاکټر ویل د زړه ګراف یې اخلو. له لاسه مې ونیوه چې د روغتون پر تخت ارام څملي، لاس یې رانه خوشې کړ، ویل، ”څو ځله مې درته ویلي چې ما مه نیسئ، څه رنځور او زهیر خو نه یم، ځان خپله سنبالولی شم.“

دا یې وویل، دواړه لاس یې شاته ولګول او کرار پر تخت وغځېده، ډاکټر لا د لاینونو په سمولو او کشولو بوخت و چې درې سلګۍ یې وکړې، سترګې یې مړاوې او بڼه یې بدله شوه. نبض او زړه یې ودرېد، لکه د ټوکو داسې مرګ یې و.

پرون ماښام چې کورته لاړم، لورکۍ مې راته کړه، ” هغه د غره غوندې سړی هم مړ شو“. ګران اکارښتیا هم تنور او د غره غوندې سړی و. عجیب او غریب قناعت او عزت نفس یې درلود. له هلکوالي او زلمیتابه یې چندان د دنیایي کارونوستړې نه وه ګاللې. اوس خو یې نو اولادونه او لمسیان لګیا وو او د ژوند اربه یې رغړوله، مګر په دغسې ناڅاپي تګ او مړینه یې خېلخانه او موږ ټول ودردېدو.

چې ورته وبه مې ویل، د کاروبار اندېښنه خو بې له هغې نشته، مګر لږ ګرځه! هم به دې پښې غوړېږي او هم به دې پام او فکر بدلېږي، نو په خندا به یې تېره کړه. بې تکلفه او بې الایشه سړی و. ډډه به یې وهلې وه. یا به یې پښه په پښه اړولې او څادر  پر پښو غوړولی و. سترګې به یې پټې نیولې وې، تا به ویل ویده دی، مګر په عین وخت کې به یې خوږ مجلس درسره کاوه.

د ژوند او ټولنې د دودونو، باریکیو، نزاکتونو او سیالدارۍ په اړه یې ډېرې عملي تجربې، ناویلې کیسې او معلومات لرل، تر کرونا وبا وړاندې مې یوه ورځ ورته کړه، چې یوه ورځ به کېنوو او دا څه دې چې لیدلي، اورېدلي او ګاللي، دا ټول به راته وایې. خو د ژوند روزګار او سرګردانیو په نن او سبا سپارلو. په دې وروستیو کې  چې کرونایي وضعیت د نه تګ او نه ګرځېدا لویه پلمه شوه، نو دادی  اوس مرګي بېخي را نوره کړه، د تجربو او معلوماتو هغه زېرمه یې چې پرې نازېدو، له موږ ولوټله.

دوه درې اونۍ وړاندې یې چې د لوړ فشار ناروغۍ څخه خبر شوم، نو زوی ته مې یې زنګ وکړ، ویل، شکر اوس ښه دی. دادی ورسره وغږېږه.

سلام یې چې وکړ، نو غږ یې تازه و. ما ویل خبر شوم چې ناروغ یې، مګر نام خدای دادی بېخي زلمی شوې یې، ویل : هو ، ښه یم. خو ته ولې نه راګرځې؟

دې پوښتنې یې د ملامتۍ احساس ځکه راکړ، چې له تېرو څو میاشتو مې نه لیدلی و او نه مې ورسره خبرې کړې، نو ځکه مې د ژر او حتمي ورتګ ژمنه ورسره وکړه، خو له بده مرغه چې د ورتګ ورځ او پلمه هم د وسله وال پوځ د ځوانیمرګ شهید ګل محمد دعا شوه.

تېره جمعه چې ورغلم، نو له دعا او غمشریکۍ وروسته مې په ځنډ مجلس ورسره وکړ. تقریبا نیمه ورځ مو سره یوځای وه، ټوکې او کیسې یې کولې. ما ویل، نور ښه تکړه یې، خو که لږ لږ وګرځې، دا د فشار جنجال به دې بېخي ورک شي.

په خندا یې را غبرګه کړه ویل، خو ډاکټران وایي چې دا وبا او مرضو کې ګرځېدا ښه نه ده؛ مه ګرځئ، کنه حویلۍ کې کله کله قدم وهم.  مازدیګر مهال مې چې مخه ښه ځنې اخیسته، ویل: دغسې لږ راباندې راګرځئ، بېخي پښه مه نیسئ، پر ژوند څه باور؟

رښتیا هم ژوند لنډ او بې باوره و، حتی تر بلې جمعې یې هم ونه رساوه. د اونۍ په منځ کې یې له موږ واخیست، پر ګور یې نور او اروا یې ښاده!

زموږ د کلي خلک ټول ژاړي

زموږ په چم کې یو سړی مړ دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب