یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeجنرال وزیرياحمدشاه ابدالي(درانی)- بریالی پوځي مشر| جنرال دولت وزیري

احمدشاه ابدالي(درانی)- بریالی پوځي مشر| جنرال دولت وزیري

احمدشاه درانی، د ابدالي زمان خان زوی آحمد خان ابدالي (۱۷۲۲ – ۱۷۷۲ میلادي) په ۱۶ کلنۍ کې د خپلې زړورتیا او پوهې له مخې د ایران ټولواک نادر افشار (زېږېدنه د ۱۶۸۸م کال د اکتوبر ۲۲مه- مړینه ۱۷۴۷م کال د جون ۱۹مه) له ځان سره ملګری کړ او د خپل د امر ضابط(ضابط امر) رتبه يې ورکړه. لږه موده وروسته د ډېرې زړورتیا له امله د افغان سرتېرو قوماندان وټاکل شو.

احمدخان د خپلې وړتیا له کبله نادر افشار ته ډېر نږدې او د باور وړ و، همدغه علت و چې د بانک باشي (خزانه دار) رتبه يې ورکړه او بیا د شاه د ځانګړي ګارد قوماندان شو.

کله چې نادر د خپلو درباريانو له خوا د ۱۷۴۷ میلادي کال د جون میاشتې په ۱۹ مه شپه ووژل شو. د نادر له وژلو سره احمدخان د هغه کورنۍ سلامته وساتله، همغه و چې د نادر مېرمنې د کوه نور الماس احمدخان ته د ډالۍ په توګه ورکړ.

له دې وروسته احمد خان د افغان سرتېرو سره یو ځای کندهار ته راغی او د يوې افغاني دودیزې جرګې له خوا د صوفي صابرشاه کابلي د غوښتنې پر اساس او د احمد خان د ډېرې زړورتیا له امله د ۱۷۴۷ میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې افغان ټولواک وټاکل شو.

ف. فایض لیکي:

«احمد شاه دراني د نادر افشار په پوځ کې د خپل موجودیت پر وخت ډېرې نظامي تجربې ترلاسه کړې وې او همدا رنګه د حکومتولۍ او ادارې په برخه کې؛ نو همدا علت و چې هغه د یوې لویې افغاني امپراتورۍ د تاداو ډبره کېښوده او دا امپراتوري یې په خپلو لاسو جوړه کړه، ان چې له اصفهانه تر ډیلي پورې او دغسې د آمو شمال ته تر مرکزي آسیا پورې یې حکم چلېده.»

احمد شاه ستر سلطنت جوړ کړ او په ډېرو جګړو کې د خپلې وړتیا له مخې تل بریالی و. له مرهټیانو سره يې د پانيپت جګړه(۱۷۶۱ میلادي کال) د جنوري ۱۴ مه ډېره مشهوره ده.

سره له دې چې د احمد شاه د لښکر شمېر او امکانات د مرهټیانو په پرتله څو برابره کم وو، خو بیا هم د ښې ادارې او لوړې انګېزې له مخې جګړه د افغان ټولواک احمدشاه ته په بري پای ته ورسیده.

احمد شاه ابدالي د ۲۵ کلونو واک څخه وروسته له دې نړۍ سترګې پټې کړي. څرنګه چې احمد خان د معاصر افغانستان بنسټګر ګڼل کېږي او د خپلې پوهې او زړورتیا له مخې يې له مړینې وروسته د بابا ستر ویاړ خپل کړ او احمد شاه بابا شو.

احمد شاه بابا چې کله واک تر لاسه کړ، له ټولو مخکې يې د نظام او وسله والو ځواکونو جوړولو ته مخه کړه. نوموړي به په ټولو جګړو کې بریالی و ځکه چې د وسله وال پوځ مشري يې په خپله کوله او په سرتېرو او خپلو خلکو ډېر ګران و. په خپله به يې د سرتېرو د وسلو، پوځي تجهیزاتو، تنخواه، خوړو او لباس پوښتنه کوله او مشکلات به يې بې له ځنډه حلول.

(درانى احمد شاه) د ډاکتر ګنډا سنګ يو څېړنيز او تاريخي اثر دى، چې د سرمحقق مرستيال نصرالله سوبمن منګل له خوا پښتو ته ژباړل شوى و او په  ۱۳۶۶لمریز د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا د  ۲۰۰۰ ټوکو په شمېر د علي محمد منګل په اهتمام خپور شوى و.

ډاکټر ګنډاسنګ د سلطاني تاریخ په حواله لیکي:

«یو وخت د نيشاپور د کلابندۍ پر مهال د احمد شاه لښکرې له یو لړ ستونزو سره مخ شوې. پوځيانو غوښتنه وکړه چې د دوی ستونزې دې د شاه له خزانې څخه حل شي. پر دې مهال خزانه دار خبره تر احمد شاه بابا ورسوله، خو بابا غوږ پرې ونه ګراوه، خزانه دار کوښښ وکړ چې خبره څو ځلې بابا ته تکرار کړي.»

دی وايي بابا خزانه دار ته وویل:

«ته نادان يې او نه پوهېږې چې زه هم د دې سرتېرو له ډلې څخه یم. د دوی په زیار، توره او لوړ همت دغه مقام ته رسېدلی یم. دغه سرتېري د هېواد او زما په ټولو شتمنیو کې شریک دي. کله چې دوی زما څخه زما شتمني چې په اصل کې د دوی شتمني او د دوی د هڅو پایله ده غواړي او زه د دوی په خپله شتمنۍ د دوی ستونزې حل نه کړم، زه به د خدای تعالی او خلکو په وړاندې مختورن وم.»

ډاکټر ګنډا سنګ لیکي:

«احمد شاه په اصل کې یو سرتېری و، د هغه به ډېره پاملرنه پوځ ته وه، ځکه پوځ د ده د واکمنۍ سټه جوړوله، ده به تل د خپلو پوځیانو درناوی کاوه او په خپل سترتوب کې يې شریک ګڼل.»

په همدې توګه احمد شاه له مړینې وروسته ځکه د بابا ویاړ وګاټه چې ده له خپلو خلکو سره مينه درلوده، ټولو ته به يې په یوه نظر کتل، د چا حق يې نه ضایع کاوه د مظلوم پلوي او د ظالم پر ضد و، د ملت له خزانې يې شخصي مصارف نه کول.

ژوند يې ساده او ټول وخت د خپلو خلکو په چوپړ کې و. له ده سره د خپلو خلکو مينه تر دې حده وه چې کله احمد شاه بابا د پانيپت له جګړې بریالی د هېواد پر لوري را رهي شو. کندهار ښار ته نږدې د دې لپاره چې د ورځې او په رڼا کې ښار ته ننوځي او ښاریان هم د بریا جشن ولمانځي د شپې د تېرولو له پاره يې اردو ووهله.

ښاغلی محمد نادر ايوبي کندهاری په خپل اثر (پاچاهانو څه کول) د امین الله زمریالی په حواله لیکي:

«د شپې له خوا د احمدشاه بابا له سرتېرو څخه یو سرتېری چې کور يې کمپ ته نږدې و، بې له اجازې په دې فکر کې شپه به په کور کې تېره کړي او سهار د وخته به بیرته د خپلو ملګرو سره یو ځای شي کور ته لاړ. کله چې کور ته ورسېد، د کور دروازه يې وټکوله مېرمن يې دروازې ته راغله او پوښتنه يې وکړه چې څوک يې؟ سرتېری ورته وویل زه یم مېړه دې. هغې ترې پوښتنه وکړه چې بابا هم راغی؟ ده ورته وویل چې بابا ښار ته نږدې اردو ووهله، غواړي سبا ته ښار د ننه شي. زه راغلم چې شپه په کور کې تېره کړم او سبا ته به بیا یو ځای له هغوی سره ښار ته ننوځم. مېرمنې يې ور ته وویل ته له بابا او نورو سرتېرو څه برتری لرې چې هغوی هلته له خپلو کورنیو پرته شپه تېروي او ته کور ته راغلی يې، په هیڅ صورت اجازه نه شته چې دروازه درخلاصه کړم لاړ شه د بابا سره یو ځای ښار ته ننوته او بیا د بابا په اجازه کور ته راشه. سرتېري چې هر څومره خپلې مېرمنې ته د دروازې د خلاصولو وویل هغې ورته دروازه خلاصه نه کړه. سرتېری اړ شو چې بیرته پوځي کمپ ته ور وګرځي. کله چې کمپ ته ورسېد د ګزمې له خوا ونیول شو او سهار خبره تر بابا ورسېده. بابا سرتېری راوغوښت او له اجازې پرته يې له کمپ څخه د وتلو پوښتنه ځنې وکړه. سرتېري خپله ټوله کیسه چې دشپې تېره شوې وه بابا ته ټکي په ټکي بیان کړه. بابا باور ونه کړ او امر يې وکړ چې د دې سرتېري مېرمن د بابا حضور ته راولي. کله چې د سرتېري میرمن بابا ته راغله بابا د سرتېری په نه شتون کې ترې پوښتنه وکړه چې مېړه ته دې ولې تېره شپه په کور کې د شپې د تېرولو اجازه ور نه کړه؟ هغې ورته وویل (بابا قربان دې شم او د بریا مبارکي درته وایم او بله دا چې تاسو او نور سرتېري له خپلو کورنیو لیرې د شپې د تېرولو له پاره اردو وهلې ده او دې کور ته راغی، دا نو سمه خبره ده چې بابا دې د ښار د باندې وي او د بابا ساتونکی دې په کور کې ارام ويده وي.کله چې بابا د سرتېری د مېرمنې خبرې واوریدې، افرین يې پرې وویل او یو کارېز يې د سرتېری میرمنې ته ډالۍ کړ چې تر اوسه هغه کاريز د هغې میرمنې په نوم (عینو کارېز) یادېږي. اوس په کندهار کې ډېره ښکلې مینه چې د عینو مینې په نامه یادېږي اباده شوې ده.»

احمدشاه بابا به ویل:

د ډهلي تخت هېرومه چې را یاد شي

زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

احمدشاه به دغه ستا قدر هېر نه کا

که ونیسي د تمام جهان ملکونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب