Homeخبرونهفرانسې په مشروط ډول پر طالبانو د بندیزونو د معافیت له اوږدېدو...

فرانسې په مشروط ډول پر طالبانو د بندیزونو د معافیت له اوږدېدو سره موافقه ده

خبریال: امین حسن (سې شنبه، د سرطان ۱۰) په کابل کې د فرانسې سفارت وايي، پاریس موافقه کړې چې د ۱۱ طالب مشرانو پر سفر لګول شوي محدویتونه پای ته ورسوي.

په کابل کې د فرانسې سفارت نن وویل، د سولې د مذاکراتو د بریالیتوب او بین الافغاني خبرو ته د فرصت ورکولو په خاطر پاریس د ملګرو ملتونو  او امنیت شورا له بندیزونو څخه د طالبانو د ۱۱ مشرانو د معافیت له تمدید سره موافقه کړې ده

په اعلامیه کې راغلي چې دا اقدام باید غیرمشروط نه وي بلکې د طالبانو پر ضد د بندیزونو نرمېدا او یا هم لرې کېدا باید سولې ته د طالبانو له رښتیانۍ ژمنې سره تړلې وي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي هم د فرانسې سفارت دغه اقدام “د تلپاتې سولې په لور یو مهم ګام” بللی دی.

په همدې اړه د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یوه ټویټ کې لیکلي چې«طالبان باید تاوتریخوالی ودروي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې اترې پیل کړي.»

د تېر کال د حوت په ۶مه (فبرورۍ ۲۹) په قطر کې، د امریکا او طالبانو په تړون کې راغلي چې د بین الافغاني خبرو له پیلېدو سره به امریکا د طالبانو پر ضد پر لګېدلیو بندیزونو او تور لیست بیا کتنه وکړي.

په کابل کې د پاکستان سفیر، ښايي په ۲ میاشتو کې بین الافغاني خبرې پیل شي

ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبرې د سږ کال د مارچ په لسمه پیل شوې وای خو د بندیانو د خلاصون پر سر اختلاف او د طالبانو له لوري د تشدد د کمولو د ژمنې نه عملي کېدا سبب شوې چې دا خبرې تراوسه ونه شی.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر محتاطه خوشبیني ښيي چې په دوو میاشتو کې به دا خبرې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...