Homeخبرونهبشري حقونه: طالب وسلوالو د اصلاحاتو د ادعاوو سره سره په خپلو...

بشري حقونه: طالب وسلوالو د اصلاحاتو د ادعاوو سره سره په خپلو سیمو کې بشري محدودیتونه لګولي دي

خبریال: الله نظر ترین

(سه شنبه د سرطان ۱۰) د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د «ته د شکایت حق نه لرې» په نامه یوه راپور کې ویلي، وسله والو طالبانو د اصلاحاتو له ادعاوو سره- سره تر خپلو ولکې لاندې سیمو کې پر بشري حقونو محدودیتونه لګولي دي.

ولسي خلک وايي دوی دا توان نلري چې د طالبانو پر لګول شویو محدودیتونو انتقاد وکړي او یا یې په اړه پوښتنه مطرح کړي.

د غه راپور نن سې شنبه په ۶۹ مخونو کې خپور شو.

راپور تر ډېره د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د خلکو پر ورځني ژوند، د طالبانو له خوا پر پوهنه، معلوماتو او رسنیو ته پر لاسرسي او پر ګرځېدو راګرځېدو پر لګول شویو محدودیتو تمرکز کوي.

په راپور کې راغلي، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې له بشري حقونو د دوی پراخو سرغړونو په راتلونکې کې د سولې په هر ډول موافقه کې بشري حقونو ته د دوی د تعهد په اړه اندېښنې راولاړې کړې دي.

د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د اسیا د څانګې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن ویلي، «داسې ښکاري چې طالبان په پام کې لري د وېرې په خپرولو سره واکمني وکړي، بې له دې چې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې ولسونو ته په حساب ورکولو کې ځانونه مسؤول وګڼي.»

یاد راپور د ۲۰۱۹م کال له جنورۍ راهیسې د ۱۳۸ مرکو پر اساس په هلمند، کندوز او میدان وردک کې د طالبانو له چارواکو، قوماندانانو، جګړه مارانو، دغه راز ښوونکو، ډاکټرانو، پاخه عمر کسانو، زده کوونکیو او نورو عامو وګړیو سره ترتیب شوی دی.

ځايي اوسېدونکو د دولت تر ولکې لاندې په لرې پرتو سیمو کې هم شکایتونه کوي، چې زورواکي او ځینې محلي چارواکي یې مدني حقونو، د بیان ازادۍ او نورو اساسي حقونو ته درناوی نه کوي.

د دغه سازمان د راپور په حواله خلک مجبور دي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د هغوی قوانین او مقررات رعایت کړي.

افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر اوسه ددغه راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

الله نظر ترین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...