دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeکلتورد «ا» ويروس کتاب چاپ شو

د «ا» ويروس کتاب چاپ شو

د «ا» ويروس د شوروي اتحاد يو پخواني څارګر چې په کابل کې يې د شوروي اتحاد په سفارت کې د دیپلومات په پلمه دنده درلوده او يو روسي خبريال چې ډېر ځلې يې له افغانستان څخه ليدنه کړې ليکلی دی.
په دې کتاب کې ليکوالانو چې يوه يې په ډېرو پېښو کې نېغه برخه درلوده په افغانستان کې د سردار محمد داود خان واک ته له رسېدو څخه د شورويانو تر يرغل پورې پېښې بیان کړي دي او د دغو پېښو بهير يې په ځانګړې توګه ډېر په تفصيل ليکلی:- د افغانستان خلک دموکراتیک ګوند د جوړېدنې بهير
– د خلق او پرچم د مشرانو پېژندنه او له شوروي اتحاد سره يې د اړيکو څرنګتيا
– په افغانستان خلک دموکراتیک ګوند کې د خلق او پرچم د ډلو جوړېدنه
– د سردار محمد داود خان واک ته رسېدنه او له پرچميانو سره يې د چلند بدلون.
– پخواني شوروي اتحاد ته د سردار محمد داود خان يونونه او د خبرو اترو بهير
– کابو ساعت په ساعت د غويي د اوومې کودتا بهير او په مسکو او کابل کې د شوروي مشرانو پټ او ښکاره غبرګونونه
– په افغانستان کې د شوروي مشاورينو او څارګرو د شمېر ډېرښت او په افغان چارو کې د دوی ونډه
-د پرچميانو د تبعيد بهير
-د امين او سروري په مشرۍ د افغانانو وژنې
-د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې پاڅونونه – د هرات د پاڅون مفصل بهير او په اړه يې د افغان او شوروي اتحاد حکومتونو غبرګونونه
– له امين سره د ګلاب زوی، مزدوريار، وطنجار او سروري بدوردېدنه
– کيوبا او مسکو ته د تره کي د يون بهير
-د تره کي د وژنې بهير
-شوروي اتحاد ته د ګلاب زوی، وطنجار او سروري د لېږد بهير
-په مسکو کې پر افغانستان باندې د يرغل د پرېکړې بهير
-د امين د وژنې د تابيا بهير او په لړ کې يې له کارمل سره د شوروي مشرانو د اړيکو بهير
– د امين د وژنې بهير او پر افغانستان باندې د شورويانو يرغلدغه کتاب چې ۴۱۸ مخه لري په پنځه سوه ټوکو کې چاپ شو او تمه ده چې د کلي عامه کتابتون له لوري د افغانستان په هر ولایت کې لږترلږه لس ټوکه عامه کتابتونونو ته ووېشل شي.
که چېرې کوم ولايت د ځينې لاملونه له کبله کتابونه ترلاسه نه کړل، د دغه ولايت د عامه کتابتونو مسولين کولای شي د کلي عامه کتابتون سره په اړيکه کې شي او خپله برخه ترلاسه کړي.

کتاب د خرڅلاو له پاره نه دی، خو مینوال کولای شي چې له لاندې تړوني څخه يې ځان ته ښکته کړي.

د کلي عامه کتابتون پاڼه

کتاب له دې ځای څخه ښکته کولای شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب