پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپلوسي: د نیویارک ټایمز د راپور په اړه دې د ټرمپ...

پلوسي: د نیویارک ټایمز د راپور په اړه دې د ټرمپ اداره کانګریس ته ځواب ووايي

تاند(دوشنبه، د سرطان ۸) د امریکا د کانګریس د استازو جرګې ريیسې ننسي پلوسي د ټرمپ له حکومته وغوښتل چې د دې جرګې غړیو ته د هغو استخباراتي راپورونو په اړه توضیحات ورکړي چې پر اساس یې ویل شوي روسیې طالبانو ته د دې لپاره پیسې ورکړي چې په افغانستان کې امریکايي پوځیان ووژني.

مېرمن پلوسې، چې د دیموکرات ګوند غړې او د ټرمپ له سختو منتقدانو څخه ده، په یوه لیک کې د متحدو ایالتونو د ملي امنیت ريیس جان راټکلیف او د سي آی اې رييسې ګینا هاسپیل ته په استولو لیکونو کې ویلي «د حکومت ځوروونکې چوپتیا او نه عمل زموږ د پوځیانو او زموږ د ايتلافي شریکانو ژوند له خطر سره مخامخوي.»

دې همداراز لیکلي «په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت او د امریکا متحد ایالتونه له طالبانو سره د سولې په حساسو خبرو بوخت دي، د ولسمشر له لوري د روسیې په وړاندې له درېدا انکار په سیمه کې ژوند ته خطر پېښوي.»

اغلې پلوسي دا لیک وروسته له دې واستاوه چې د یکشنبې په ورځ یې ولسمشر ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې روسیې ته سر ټیټ نه کړي.

د لیک بشپړ انګلیسي متن

دې دا خبرداری د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور په خاطر ورکړ چې پکې ویل شوي و چې د روسیې یوې استخباراتي ډلې تېر کال طالبانو ته د دې لپاره چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځیان ووژني، د انعام په توګه د پیسو وړاندیز کړی و او طالبانو د انعام یوه اندازه پیسې وروسته له دې ترلاسه کړې چې د نړیوالو ځواکونو پر ضد یې بریالي بریدونه وکړل، خو دا څرګنده نه ده چې په هغو ۲۰ تنو امریکايي سرتېرو کې چې تېر کال په افغانستان کې ووژل شول، د کوم یوه وژل کېدا د روسیې له عملیاتو سره تړاو لري او که نه.

خو ولسمشر ټرمپ دا ادعا په کلکه رد کړه چې ګنې استخباراتو ورته په دې باب معلومات ورکړي و.

ده په عین حال کې له نیویارک ټایمز څخه غوښتي چې خپله سرچینه وروښيي.

نیویارک ټایمز لیکلي و چې د امریکا استخباراتي مامورینو په دې اړه معلومات ورکړي دي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ريیسې کېلیګ مک ایناني د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې د ورځې (جون ۲۶) راپور ته په اشارې وویل، نه ټرمپ او نه مایک پینس ته د روسیې د استخباراتو له لوري طالبانو ته د انعام ورکولو د ادعا په اړه چا معلومات ورکړي دي.

د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن په دې راپور باندې په غبرګون کې پر ولسمشر ټرمپ انتقاد وکړ چې ولې یې اقدام نه و کړی.

بایډن وویل، د دې خبر افشا بوږنوونکې ده، که دا رښتیا وي او ټرمپ هم له هغه څخه له میاشتو راهیسې خبر و، نو ولې یې څه نه دي کړي.

خو ننسي پلوسي د یکشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټرمپ اړیکو ته په اشارې وویل «لکه څرنګه چې ما ولسمشر ته ویلي: ستا ټولې لارې د پوتین خوا ته غځېدلي دي. نه پوهېږم چې روسانو پر ولسمشر (ټرمپ) څه سیاسي، شخصي یا مالي منتر کړی دي.»

1 COMMENT

  1. کله چی امریکا له انګریزانو یعنی برتانیی لیاره جلا نکړی او په پاکستان سیاسی او اقتصادی بندیز ونه لګوی نو د امریکا د انزوا ډیر غږونه به واوری ځکه همدا پاکستان تل روسیی او ایران سره نږدی اړیکی او له چین سره یی هم لری او برتانیه امریکا ته اجازه نه ورکوی چی په پاکستان باندی اقتصادی او سیاسی بندیز ولګوی نو امریکا تل په روسیی او ایران او چین باندی نیوکی کوی او تل یی په چین ، ایران او روسیی اقتصادی بندیزونه وضع کړی مګر اصلی لوبغاړی چی له امریکا سره کوی برتانیه او پاکستان ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب