Homeخبرونهوسله والو طالبانو په غزني کې هم ښوونځي پرانستي

وسله والو طالبانو په غزني کې هم ښوونځي پرانستي

تاند (دوشنبه، د سرطان۸) د غزني ځايي چارواکي وايي وسله والو طالبانو له تېرو ۱۰ ورځو راهسې د غزني په شاو خوا ۷ ولسوالیو کې په خپلسر ښوونخي پرانستي دي.

وسله وال طالبان په داسې حال کې په خپلسر د ښوونځیو پرانستلو ته خلک اړ کړي، چې دولت تر راتلونکې سپتمبر میاشتې پورې ټولې تعلیمې ادارې بندې کړي دي.

وسله والو طالبانو په میدان وردګ ولایت کې ه تر خپل کنترول لاندې سېمو کې د ښوونځیو تر پرانستلو وروسته، په غزنی کې هم د خپل کنترول لاندې سیمو کې ځايي خلک د ښوونځيو پرانستلو ته اړ کړي دي.

طالبانو میدان وردګ کې په خپلسر ښوونځي پرانیستي

د غزنی ولایتي ادارې تائید کړې چې وسله والو طالبانو تر خپل کنترول لاندې سېمو کې له تیرو لسو ورځو راهیسې ښوونځي پرانستي دي.

د ولایتي چارواکو په وینا وسله وال طالبان په داسې حال کې ښوونځي پرانیزي چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره یې هیڅ تدابیر ورته نه دي نیولي، دوی انديښنه ښودلې چې که دولت په دې اړه جدي اقدام ونه کړي په کورونا وایرس د لا زیات اخته کیدو ویره موجوده ده.

خو پر دې ټولو اندېښنو سربېره لا هم د پوهنې وزارت د وسله والو طالبانو له لوري د ښوونځیو د پرانستلو په تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...