پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخپلواکيافغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله. دولتمشر غني په خوږ پښه پغمان ته لاړ او د خپلواکۍ پر څلي یې ګلان کښیښول. د کابل په ګډون په ګڼو ښارونو کې نارینه وو اتڼونه وکړل. پر فیسبوک هم د عکسونو بازار خورا ګرم وو او آن په لویدیځو هېوادو کې مېشتو افغانانو – حتا هغو چې د دریم هېواد د پاسپورټ اخیستلو لپاره یې د افغانستان تابعیت، خپل ملي هویت، پریښی – هم خپل عکسونه د افغانستان په بیرغ کې رنګینه کړل.

سملاسي پر دې خبرې د اندونو یون نشته چې آیا موږ په ۱۹۱۹ کې اعلان شوې خپلواکي په رښتیا ساتلې که مو په وارو بایللې ده. په تیرو ۹۶ کلونو کې افغانستان ته څو ځلي بهرني یرغلګر راننوتل، واکمنۍ یې ړنګې کړې او افغانان یې ووژل. ځیني یرغلګر په پټه زموږ په جامو او د دین په پلمه راغلل او پر موږ یې خپلې کرغیړنې پریکړې وتپلې، نور په زغرده پخپلو زغره والو سپاره افغانستان ته راننوتل او نادودې یې وکړې. په تیرې یوې پیړۍ کې افغانانو یوه خپلواکي نه څو خپلواکیانۍ ګټلي‌ او بایللي دي او هیڅ ضمانت نشته چې په راتلونکي کې به یې بیا خپلواکي نه ماتیږي.

د افغانستان اوسنی حالت له هغه څه سره چې د شلمې پیړۍ افغانانو د خپلواکۍ په نامه پیژنده، ډیر توپیر لري. د افغانستان دولت د پردیو په خیرات چلیږی او د سیاسي‌ نظام مشروعیت یې په خامو مزو او له پردیو سره (نه له افغانانو سره) په ژمنو تړلی دی. زما له انده، دا اوونۍ افغانانو د خپلواکۍ او آزادۍ تر نامه لاندې په اصل کې خپل هېواد ولمانځه. موږ د ګڼو پیښو او وګړو په نامه ورځې لرو چې نمانځو یې خو د افغانستان ملي ورځ نلرو.‌ افغانستان د یوه یو موټي ملي‌ او سیاسي جغرافیې په توګه په ۱۷۴۷ کال کې رامنځته شو.

افغانستان د پاکستان په څیر ندی چې له خپلواکۍ سره سم وږیږدید. د انګریز تر یرغل ډیر وړاندې هم افغانستان وو، افغانان وه او د افغانانو واکمنۍ وې. په تیرو ۲۶۸ کلونو کې افغان واکمنو ډیرې سیاسي پیښې او شخصتونه په شان و شور نمانځلي خو خپل د تر ټولو ستر نعمت – افغانستان – د پدایښت ورځ/ کلیزه یې هیره کړې وه.

د افغانستان نه لمانځلو له کبله نن سبا آن د دغه سپيڅلي نوم د حقانیت او پایښت او ورسره د تړلي‌ ملي‌ هویت په هکله کرکجنې پوښتنې کیږي. ما دا اوونۍ د خپلواکۍ په پلمه خپل عکس کې د افغانستان بیرغ ورګډ نکړ، نه مې هم د خپلکواکۍ او آزادۍ تش شعارونه ولیکل. خپلواکي یوه سیاسي اصطلاح ده، زه سیاست نه نمانځم هغه هم بیا د افغانانو سیاست. زه به د اکټوبر پر ۸ د افغانستان ۲۶۸ کلیزه ولمانځم. پر خپل ملي هویت به وویاړم او د حق تعالی شکر به وکړم چې موږ ته یې ښکلی افغانستان راکړی. تل دي وي‌ افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب