چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخپلواکيد اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد –

((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې د خپلواکۍ په وياړ يوه پراخه غونډه جوړه شوې وه چې د هېواد په سوونو قومي مشرانو، ملي او سياسي شخصيتونو او ځوانانو په کې ګډون کړی و، په ياده غونډه کې استاد لطيف الله حميد هم وينا وکړه چې دا دی ليکلی متن يې دلته تاسو قدرمنو لوستونکو ته وړاندې کوو.))

د اسد (۲۸)مه زموږ د ملي حاکميت، استقلال، ملي غرور او د جلال ورځ ده، دغه ورځ زموږ د غيرتي تاريخ يوه وياړلې ورځ ده، زموږ تاريخ د ازادۍ، سرلوړۍ تاريخ دی، ځکه خو موږ د خپل تاريخ سره مينه لرو او د خپلو مشرانو په دغسې سپېڅلو کارنامو وياړو.

ازادي د ژوند يوه خوږه برخه ده، د سرور، خوشالۍ او نېکبختۍ سرچينه ده، ازادي او خپلواکي د يو هېواد او ولس هويت او شناخت دی، ازادي د هر ملت قوت، وحدت او ملي حاکميت عنصر دی.

په ملي او بين المللي قضيو کې د خپل موقف او ضمير سره سم دريځ نيول د يو خپلواک او ازاد ملت نښه ده.

ازادي او خپلواکي د ملتونو او بشري نسلونو يو فطري او طبيعي حق دی. انساني فطرت د بل هر څه ازادي نفيسه او خوښه ګڼي، مرفه او مترقي، خوشاله او سوکاله ژوند د ازادۍ پرته ممکن نه دی.

پيغمبران عليهم السلام لومړني انسانان وو، چې د زمکې پر مخ يې د خپل ولس د ازادۍ او خپلواکۍ بيرغ اوچت کړ او د انسانيت د دغه فطري حق څخه يې په مېړانه دفاع وکړه او خپل قومونه يې د نورو د غلامۍ او اسارت څخه ازاد کړل او بشري نسل ته يې د ازادۍ نعمت په ډالۍ کې ورکړ، نو پيغمبران د انساني ټولنې محسنين دي او هغوی د بشري تاريخ د ازادۍ علمبرداران او سالاران دي، هغوی د ازادۍ د دغه سپېڅلي مکتب ښوونکي دي.

موسی عليه اسلام چې د يو لوی طاغوتي نظام پر وړاندې په خپله مبارزه پيل کوي، د مبارزې لومړۍ چيغه يې د ازادۍ وه، فرعون ته راځي ورته وايي: (( ان ارسل معنا بنی اسراءيل)) ((أن أدوا ءالی عباد الله)).

وروڼو! له نن څخه (۹۶) کاله وړاندې د (۱۲۹۸) هـ لمريز کال د اسد په (۲۸)مه نړيوال ښکېلاک انګرېز پر داسې مهال چې ډېر ملتونه او هېوادونه يې له ستوني تېر کړي و، د افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژنده او باالاخره افغانستان يو مستقل، خپلواک او ازاد هېواد شو.

ورونو! زه خو په دې اند او عقيده يم چې ازادي او خپلواکي يواځې دا نه ده چې د دښمن نظامي قوتونه مو له خاورې ووځي او زموږ هېواد پرېږدي. بلکه د ترکيې هېواد لومړنی اسلامپاله صدر اعظم (نجم الدين اربکان) خبره زما خوښه ده، چې يوه ورځ يې د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ترکانو ته تقرير کاوه، ويل يې: ((زما ولسه نن که د ترکيې څخه د يونان لښکرې او نظامي قوتونه تللي دي او په ښوونځيو کې د هغوی تعليمي نصاب لوستل کېږي ازادي مه ګڼۍ، نو حقيقي ازادي داده چې، زموږ پارلمان په فيصلو او پرېکړو او تقنين کې ازاد وي، ميډيا او صحافت مو ازاد وي، کلتور، عقيده او فرهنګ مو ازاد وي، سياسي او مدني ازادي ولرو، داخلي او خارجي سياست مو د نورو د تاثير او فشار لاندې نه وي، د کوم هېواد سره مو دوستي، دښمني، تجارتي او سياسي اړيکې د خپل هېواد په مصلحتونو مبني وي، د نورو اشارې او لمسونې راباندې تاثير ونکړي، د ټاکنو پايلې، د حکومت جوړښت او تشکيل کې د هېڅ باندني هېواد تر فشار لاندې رانه شو، بيا موږ ويلی شو چې: موږ ازاد او خپلواک ملت يو…

نن چې موږ د اسد (۲۸)مه د خپل هېواد د خپلواکۍ د ورځې په توګه نمانځو، دا د دې لپاره چې د خپلو اسلافو له قربانيو پند واخلو، نوي او ځوان نسل ته د خپل هېواد، ملت او ناموس ساتنې درس ورکړو او په خپله د خپلو ملي مصالحو په باره کې تصميم ونيسو، د اسلامي او ملي هويت (اسلامي او افغانيت) مو د سرښندنې په نتيجه کې ګټلي او هېڅکله به د هېواد مشر ته اجازه ورنکړو چې دا هويتونه له موږ څخه واخلي.

خپلواکي او ازادي يواځې په جنګونو او انقلابونو نه ګټل کېږي، بلکه د مېړانې او سرښندنې ترڅنګ، علم او پوه، پياوړی اقتصاد، ښه حکومتداري، ملي وحدت او په کلک ايمان سره د ازادۍ ګټل او ساتل ممکن کېږي.

دا چې مو نيکونو د انګرېز د مستبد ښکېلاک څخه ازادي ترلاسه کړې او يو ازاد هېواد يې راته په ميراث کې پرې ايښی، راځئ چې د نيکونو دا سپېڅلی ميراث وساتو او نور نو په مختلفو بهانو د باندنيو راتګ او سکونت ته لاره هواره نه کړو، ځينې د خپل غلام مير او دريځ څښتنان همداسې بهانې جوړوي.

ورونو! پر موږ سياسي ، مذهبي، کلتوري او اقتصادي او قانوني محدوديتونه وضع کول، زموږ حريم د نورو په واک کې ورکول او اخيستل، د ټاکنو او د حکومت په جوړښت کې د نورو د فشار لاندې راتلل…… ټول هغه څه دي چې زموږ خپلواکي، استقلال او ازادي تر پوښتنې لاندې راولي.

د يو خپلواک، ازاد او سرلوړي افغانستان په هيله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب