چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهله زهري ملګرو څخه د بېلتون اته پړاوونه

له زهري ملګرو څخه د بېلتون اته پړاوونه

حبیب مومن

ملګرو! نه یوازې د 90 یمې لسیزې یوه تلوېزیوني خپرونه بلکه ځینې نور شیان هم شته چې مونږ ټول یې باید ولرو او اړتیا ده چې د خپل ژوند په اوږدو کې یې تر لاسه کړو. دا شیان چې هر څه وي، سره د دې چې ځینې تلوېزیوني ملګرتیاوې به پر تاسو باور ولري خو ځینې وختونه په ټولیز ډول دغه ملګرتیاوې ستاسو له پاره غوره نه وي. په حقیقت کې زهري ملګرتیاوې کولی شي په ټولیز ډول پر تاسو او ستاسو پر نورو اړیکو اغېز وکړي او ښايي دومره ناوړه شي چې ستاسو له ژوند سره سمون و نه لري.

مونږ نه غواړو تاسو له دا ډول ستونزو سره مخ شی نو ځکه مو د آتو پړاوونو یو لست چمتو کړی څو له زهري ملګرو څخه پرې لار بېله کړئ. همدا ډول تاسو کولی شی له همدې تړوني څخه د هغو پنځلسو دلیلونو لست وګوری چې له مخې یې مالومولی شی چې ښايي ستاسو ملګری زهري ملګری وي.

  • لومړی خبرې ور سره وکړئ

هغه څوک چې تاسو فکر کوی چې ښايي زهري ملګری مو وي ښايي ستاسو یو اړ ملګری وي. دا اړینه ده څو په یاد ولری چې ځینې مهال خلک داسې عمل کوي چې موخه یې نه وي او یا ښايي په خپل ژوند کې داسې شیان ولري چې دوی یې وخت پر وخت خپلو ملګرو ته وړاندې کولی شي.

که کولی شی نو کښېنئ او په دې اړه ور سره خبرې وکړئ چې ولې دا هر څه پېښېږي. که چېرته دوی ځواب در نه کړی شو او یا یې په زوره وخندل نو بیا ترې د واټن اخیستو په اړه فکر وکړئ.

  • د یو څه وخت له پاره ترې لرې اوسئ

هېڅوک نه غواړي له لویو صحنو سره سیالي وکړي که هغه د ايسټ اینډرز [1](EastEnders) تر ټولو ډراماتیکې لحظې هم وي. که چېرته مو د ملګري چلند بدلون و نه کړ نو د یو څه وخت له پاره ترې د لرې اوسېدو هڅه وکړئ. دا کار نه یواځې دا چې تاسو ته خورا اړین فرصت په لاس در کوي بلکې تاسو به وکولی شی چې په خپل ژوند کې ډېر زیات هغه څه ووینی چې  له دوی پرته ستاسو په ژوند کې روان دي. چانسونه شته، دا په حقیقت کې له هغه څه څخه یو څه غوره ده چې په تېرو څو میاشتو او یا تېر یوه کال کې یې جریان درلود.

  • باوري کړئ چې دا غوره ده چې لارې مو سره بېلې وي

که څه هم چې ښايي تاسو له میاشتو، کلونو او یا ټول عمر سره ملګري وی خو تاسو اړ نه یاست چې داسې خلک له ځانه سره وساتی چې تاسو غوره ژوند کولو ته نه پرېږدي. دا کاملاً سمه ده څو فکر وکړئ چې تاسو فرصت ته اړتیا لری او یا دا چې ښايي ستاسو ملګرتیا پای ته رسېدلې وي.

تر ټولو مهم ټکی چې تاسو یې باید په یاد ولری دا دی چې له زهري ملګرو څخه په جلا کېدو سره تاسو نه یوازې کېږی بلکې تاسو به په خپل ژوند کې د ډېرو داسې خلکو سره مخ شی چې ستاسو له پاره ډېر غوره وي. ښايي تاسو تر اوسه نه وي لیدلي خو تاسو به د داسې مشهورو کسانو سره مخ شی چې فکر مو یې لا نه وي کړی.

  • … او دا غوره ده څو داسې وګڼئ لکه څنګه چې احساس کوی.

لکه دا چې خورا ستونزمنه ده تر څو پوه شی چې یواځې هم ژوند کولی شی، دا هم خورا اړینه ده څو حالات هغسې احساس کړئ لکه څنګه چې یې احساسول غواړی. که تاسو غواړی خواشیني و اوسی نو یواځې لږ وخت به ونیسي څو (دا خواشیني مو) له پښو وغورځوي. که تاسو لیوني یاست په غوصه شئ. دا ټولې چارې هغسې سر ته ورسوئ څه رنګ چې تاسو ته غوره وي او کله مو چې دا کارونه وکړل له ځان نه ټایلر سوېفټ جوړ کړئ او ځان آرامه کړئ.

  • ځان ته مو وخت ورکړئ (ډېر پام کوئ)

د یوه دوست د نه شتون په صورت کې یو څه د ماتې احساس یوه معمولي خبره ده. ځان ته مو وخت ورکړئ او پرځان مو پام کوئ. اړینه ده څو په یاد ولری چې لا هم تاسو د قدر وړ او یو لوی شخص یاست چې کولی شی پر ځان وویاړئ. دا چې دا ځل له تاسو سره (د دوست د نه شتون له امله) بخت یاري و نه کړه دا په دې مانا نه ده چې تاسو هغه څوک نه یاست چې په خپل ژوند کې غوره او زړه را ښکونکي ملګري ولری.

ملګري ته مو اجازه مه ورکوئ څو تاسو اړ کړي چې له دوی سره په خبرو کې بیړه وکړی او یا په نورو وختونو کې له دوی سره د خبرو کولو له پاره ځانګړی مهال وېش په پام کې ونیسئ. دا ستاسو ژوند دی او تاسو د دې حق لری چې ځینې مهال ځان ته لومړيتوب ور کړئ.

  • پر نورو ملګرو مو تکیه وکړئ

له زهري ملګرتوبه مو لاس واخلئ تر څو پر هغو ملګرتیاو پام ور ټول کړئ چې غوره احساس درکوي. فرصتونه شته، کله چې تاسو نورو ملګرو ته مخ اړوئ نو لومړۍ ډله ملګري مو له څه مودې وروسته له دې حالته ناهیلي کېږي او ښايي وغواړي څو ستاسو پام د تل له پاره له دوی څخه واوړي او تاسو دوی هېر کړئ.

  • یو څه محدودیت تر لاسه کړئ

ځینې مهال که چېرته تاسو ته فرصت په لاس نه درځي څو په دې اړه خبرې وکړئ چې څنګه ستاسو ملګري ستاسو پر احساس اغېز کړی نو د دې محسوسول به هم ستونزمن وي چې تاسو د دې وضعیت له امله له محدودیت او ستونزو سره مخ شوي یاست. له همدې امله هڅه وکړئ څو د لیک لیکلو له لارې ټول هغه څه تشرېح کړئ چې تاسو یې احساسوئ خو لیک لېږئ مه. د دې پر ځای خپل لیک په کڅوړه کې بند کړئ او بیا یې څیرې او یا میده میده کړئ.

ښايي یو څه ستونزمنه وبرېښي خو دا د لویو شخړو او جنجالونو له را منځته کېدو پرته ستاسو له زړه څخه د ټولو هغو شیانو د ایستلو یوه غوره لاره ده چې ښايي حالت داسې ستاسو له لاسه وباسي چې بیا به یې قابو کول نا شوني وي.

  • مخ پر وړاندې وخوځېږئ

اوس د دې وخت را رسېدلی څو خپل ژوند له سره تنظیم کړئ. اوس د دې وخت دی تر څو مخکې لاړ شی او ټول پخواني حالات شا ته پرېږدئ. ښايي هر څه د اوس په څېر نه وي خو په یوه کال کې به تاسو په خپل ژوند کې لږ ترلږه د یوه زهري ملګري د نه شتون له امله غوره احساس ولری. تاسو حالت داسې مدیریت کړی چې بدلون یې ستاسو احساساتو ته زیان نه شي رسولی. اوس مخکې ځه او خپلواک اوسه او له خپل ژونده خوند واخله. ته د دې وړ یې!

[1] – EastEnders یوه انګلیسي تلوېزیوني خپرونه ده چې له ۱۹۸۵م کال را هیسې پر بي بي سي ۱ خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب