یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهخوستیانو د ملګي وګړو د وژل کېدو پر ضد لاریون وکړ

خوستیانو د ملګي وګړو د وژل کېدو پر ضد لاریون وکړ

سې شنبه، د سرطان ۱۰ (خبریال: امین حسن) لسګونو کسانو پرون (دوشنبه) په خوست کې د دې ولایت په شمل- دوه منده ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اعتراض کې لاریون وکړ.

دا لاریون وروسته له دې وشو چې د روانې اوونۍ په پیل کې په دوه منده ولسوالي کې پر یوه کور د توغندي د لګېدو په نتیجه کې ۵ ماشومان ووژل شول او ۳ تنه نور ملکیان ژوبل شول.

لاریونوالو په خپلو شعارونو کې ویل، په افغانستان کې د سولې لپاره وروستیو هڅو د خلکو په زړونو کې هیلې راټوکولي، خو دا ډول پيښې دا پروسه اغېزمنولی شي.

د خوست ژغورنې غورځنګ په بلنه د دې لاریون برخوالو پر خپلو شعارونو لیکلي وو «د جنګ تولید کونډه او یتیم دی، ژوند مو طبعي حق دی، خپل طبعي حق راولوروئ، ماشومان د هدیرو پر ځای ښوونځیو ته ولیږئ، د دې پيښې د قربانیانو لپاره عدالت غواړو.»

د خوست ژغورنې غورځنګ یوه فعال عبدالرزاق افغان وویل «تر اوسه د جګړې هیڅ لوري دا نه ده منلې، چې دا مرمۍ د دوی له لوري فیر شوې ده خو دوی غواړي چې د یادې پېښې عاملان پیدا او سزا دې ورکړل شي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له مدافعو بنسټونو څخه هم غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې هم د نورې نړۍ په څېر د بشر ضد کړنو د ترسره کوونکو پر وړاندې چوپ نه پاتې کیږي.

دې ته ورته برید پرون د هلمند په سنګین ولسوالي کې وشو. د هلمند چارواکي ادعا کوي چې طالبانو د سنګین پر مېله ځای یا د څارویو پر بازار د هاوان ګولۍ ویشتي او ورپسې یې موټربمي چاودنه کړې خو طالبان بیا وايي چې امنیتي ځواکونو توغندي ویشتي دي.

د سنګین په پېښه کې شاوخوا ۲۵ تنه ملکیان وژل شوي او لږترلږه ۱۵ نور ژبل شوي دي.

د خوست د لاریون یوه ګډونوال ضیاءالحق باتورزوی وویل، له طالبانو سره د سولې وروستۍ هڅې هیله بخښوونکي دي، خو که د جګړې له لورو پر ولسي وګړو باندې بریدونه کیږي، نو د افغانانو دا هیلې اغېزمنولی شي.

د لاریون په پای کې یو ۴ ماده ییز پرېکړه لیک هم صادر شو، چې د شمل دوه منده ولسوالۍ د پيښې د عاملانو د مجازات کولو غوښتنه په کې شوې ده.

په پرېکړه لیک کې راغلي، د جګړې ښکیل اړخونه دې له جنګه لاس واخلي او د اوربند او سولې لپاره دې عملي اقدامات وکړي.

د لاریون په پرېکړه کې دا هم راغلي ول، چې د ولس پر وړاندې به د دې ډول عملونو پر ضد دریږي، ولسي لاریونونه به کوي او د سولې غوښتنې غږ به اوچت ساتي.

په افغانستان کې د ملګي مرګ ژوبلو په اړه د ملګروملتو د مرستندوی دفتر له وروستي راپور سره سم، چې د مې میاشتې په لومړیو کې یې خپور کړ، په اپریل میاشت کې وسله والو طالبانو ۲۰۸ ملکیان وژلي چې دا شمېر د دې ډلې له لوري د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۲۵ ډېر دی.

د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي چې افغان امنیتي ځواکونو په اپریل میاشت کې ۱۷۲ ملکي کسانو ته تلفات اړولي چې د ۲۰۱۹ کال د اپریل میاشتې په پرتله ۳۸ سلنه ډېروالی پکې راغلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب