جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهپامپیو طالبان باید تشدد نور هم کم کړي

پامپیو طالبان باید تشدد نور هم کم کړي

خبریاله عاقله اسد (سې شنبه، د سرطان ۱۰)  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلې، د طالبانو د قطر د دفتر له مشر سره په ویدیو کنغرانس کې وویل”طالبانو په خپلو بریدونو کې کموالی راوستی دی خو باید تر دې یې هم کم کړي”

په دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي چې دواړو لورو د زندانیانو پر خلاصون، د هوکړې پر عملې کولو، د تاوتریخوالي پر کمولو او د افغانانو د خپلمنځي خبرو په پیلولو خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دا چې طالبانو په لویو ښارونو کې بریدونه نه دي کړي په دې مانا ده چې دوی تاوتریخوالی کم کړی دی، خو جګړې باید نورې هم کمې شي. طالب او امریکایي لوري ټینګار کړی چې ټولې ښکېلې خواوې باید تاوتریخوالی کم کړي او د بین الافغاني خبرو لپاره هڅه وکړي. طالبانو همداراز له امریکا غوښتي چې په ګوانتنامو زندان کې بندي افغانان او په کابل کې بندي حاجي بشر دې خوشي کړای شي.

ملا برادر اخوند ویلې «موږ د بین الا افغاني خبرو پیلولو ته ژمن یو، لکه چې مخکې مو هم ویلي خو د بندیانو په خلاصون کې ځنډ دا خبرې ځنډولې دي»

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر له پامپیو سره د خبرو پر مهال پر دې هم ټینګار کړی چې له مهالویش سره سم باید بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

دا خبرې په داسې مهال شوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمې خلیلزاد بیا سیمې ته راغلی دی.

خلیلزاد به د دې سفر په لړ کې په قطر کې له طالبانو سره ووینپ او دغه راز به پاکستان او ازبکستان ته لاړ شي.

3 COMMENTS

  1. طالبانو په عوض ددی چه اوربندوکړی ، خپلی حملی یی زیاتی کړی دی . د افغانستان او دنیا خلک په دی واقعیت پوهیژی ، روزمره خبرونه هم دا خبره تائیدوی .

  2. Mullah Brather ته باید وویل شي چې ستاسو بندیان د افغانستان په زندانونو کې آرام او هوسا پراته دی ، اما هغوی چې ستاسو د لجاجت له امله وژل کیږي ، هېڅکله به دوی ته ژوند ورنشې کړای . عقل او منطق خو دا ایجابوي چې لومړی اوربند وکړئ ، بیا مذاکرات شروع او ورپسې به د دواړو خواوو ټول زندانیان خوشې کړل شي. مهرباني وکړئ ، خپل هېوادوال اوپر هغوي چې غواړې باداري وکړې ، مه وژنه او که نه وي د فرعون په شان به د الله ج په قهر اوغضب ګرفتار شئ .

  3. په اصل کی امریکا غله ته وایی چی غلا کوه او د کور څښتن وایی چی څار کوو.

    یعنی امریکا پدی ښه پوهیږی چی اوسنی ماته چی زیاتره امریکایی سیاست مداران یی په ژبه باندی وایی او طالبانو یی هم وایی چی موږ امریکا ته ماتی ورکړی دا په دی معنا چی اصل کی دا ماتی امریکا ته پاکستان ورکړه او په سیاسی لحاظ همدا ماتی ورته برتانیی چی پاکستان مخامخ او د طالبانو تر شا ولاړه ده او دهمدی امریکا د ناټو کی متحد هیواد دی سیاسی ماتی ورکړ، سمه ده چی نظامی ماتی به ایران او روسیی ورکړی مګر پاکستان او برتانیی ته په کمه سترګه کتل هم ناپوهی ده یعنی داسی معنا ورکوی چی دا هر څه روسیی او ایران کړی بیا نو همدی نړیوالی ټولنی یا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ولی په پاکستان باندی انتقاد راپور امنیت شورا ته لیکلی وو یا همدا اوس پاکستان ولی خړ لیست کی ده او داسی ویل کیدل چی پاکستان به د جون میاشت کی تور لیست ته لاړ مګر په اصل کی برتانیه او امریکا نغواړی خپل ۴۰ یا ۷۰ کلن ملګری له لاسه ورکړی ځکه د پاکستان پوځ امریکا ته زیاتی خدمتونه کړی یعنی کله چی روسان ووتل او مجاهدینو د کابل قدرت په لاس کی واخیست زیاتره سیاست مداران وایی چی همغه وخت کی د امریکا او برتانیی استخباراتو پاکستان ته پیسی ورکړی ترڅو د طالبانو په نوم یو نظامی ځواک جوړ او تربیه کړی دا داسی معنا ورکوی چی د طالبانو لومړی ځل جوړیدل او بیرته پرځول او اوس بیا دوباره راتګ کی د امریکا، برتانیه او روسیی او ایران او چین ګډی ګټی نغښتی دی مګر موږ افغانان تنها دیته خوشحال یو چی زموږ سیاسی او نظامی کسان تنها د مردباد او زنده باد چیغی وهی ولس یی خوشحال ساتلی مګر په اصل همدا رهبران او ځینی سیاسی څیری د ولس اصلی قاتلین او لویو جرمونو مرتکبین دی

    کچیری ما پخپله قدرت درلودای نو لومړی می د شهید داود خان په څیر ددی ۴۰ او ۱۹ کلنی جګړی اصلی لوبغاړی زندان ته اچول او د رسانیو په وړاندی د دوی کړی جنایتونو په اړه پلټنی کولی او بیا محاکمه ولس ته پریښودله چی تصمیم یی نیولی وای

    ځکه اوسنی سیاسیون او د اوسنی نظام مشران تنها د خپلوانو او ملګرو په مقرریو او برطرفیو کی مصروف دی د ولس هیڅ غږ اصلی مرجع چی نړیواله محاکمه ونه رسوله یعنی پدی ۱۹ کلنه دوره کی هغه قاتلین او مجرمین چی کابل یی په کنډواله بدل کړ محاکمه نکړل بیا پاتی شو له پآکستان سره محاسبه کول

    نو لومړی موږ باید داخلی مجرمین محاکمه کړو بیا نړیواله محاکمه ته شکایت وکړو چی د ګاونډیو هیوادونو (پاکستان ایران) د ظلم او ناروا او بیا ورپسی (د انګریزانو دری ځلی تجاوز، د روسانو تجاوز او اوسنی د امریکا د ړندو بمباریو تجاوز) د څو لسیزو په اړه چی افغان ولس یی کړولی دی محاسبه او غرامت وغوښتل شی، کچیری اوس امریکا د نړیوالی محاکمی د عدالت مخه نیسی نو سبا یی روسیه هم نیسی او برتانیه یی هم نیسی نو چی کله دوستم، محقق او ګلبدین او سیاف نه محاکمه کیږی نو بیا واړه مجرمین خو حتمآ جرایمو مخته بیولو ته کوښښ کوی او دلته د پاکستان او ایران په ګټه کار کوی نو لومړی باید لوی ښاماران محاکمه شی نو بیا په واړه مارانو باندی عادی دم او دوا تاثیر کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب