د ذبیح الله تنویر لیکنه
د اوبو لګولو هغه سیستم چې د موسمي اورښتونو (بارانونو او واورو) چټک سیلابونه او د اوبو جریانونه په منظم او پایدار ډول تر کرنیزو ځمکو پورې رسوي د سیلابي اوبه لګونې په نوم ياديږي، بزګران په مختلف ډول اوبه خپلو کروندو ته اړوي، چې ځینې يې د انجينري اصولو پر بنسټ او ځینې بیا په رواجي ډول ترسره کوي، په افغانستان کې د اوبو لګونې د تنظیم رواجي سیستم په اکثریت ډول استعماليږي.
په افغانستان کې د اوبو لګونې د عصري جوړښتونو د نشتون له وجې بزګران محلي تخنیکونه د اوبو د اړونې لپاره استعمالوي، ددې لپاره دوی د تیږو له ګاګرو، د ونو له ښاخونو، بوټو، وچو وښو، لرګيو او نورو ځمکنيو موادو څخه استفاده کوي، په ملي او بین المللي سطحه ځینې ادارې هڅه کوي، چې په افغانستان کې د اوبو لګونې طریقې اصلاح کړي، چې په همدې موخه د اوبو لګونې لپاره ځینې د پام وړ جوړښتونه هم جوړ شوي، چې موثریت او مثمریت يې نسبت عنعنوي جوړښتونو ته زیات دی.
افغانستان د موسمي او سیلابي اوبو لګونې عنعنوي سیستم له لرغونو وختونو راهیسې تجربه کوي، د سیلابي اوبو لګونې لپاره جوړ شوي ساختمانونه د کورنیو جګړو راهیسې په ملي، ولایتي او محلي کچه وننګول شول، د موسمي اوبو د ذخیره کولو لپاره د ساختمانونو نشتون د اوبو د ضایع کیدو سبب کیږي، چې دغې ضایع کیدنې د هېواد د کرنې په سکتور د پام وړ منفي اغېزه شیندلې.
د موسمي اورښتونو په وخت کې د شدیدو سیلابونو مالي، ځاني او چاپیریالي زیانونه هغه لویه ننګونه ده کوم چې لامل يې، د اوبو مدیریت ته نه پاملرنه ده، که چيرې ورته لوی او کوچني بندونه، د اوبو ذخیرې، چیک ډیمونه، خاکي بندونه، کانالونه او نورو د اوبو لګونې ساختمانونه جوړ شي، نه يوازې دا چې د وخشتناکو سیلابونو له زیانونو به خوندي شو، بلکې د هېواد کرنه به هم د پرمختګ پړاوونه ووهي.
د اوبو لګونې د ساختمانونو جوړښت د اوبو له سرچینې څخه تر کروندې پورې اوبه په منظم ډول، بې له ضایعاتو رسوي، د دوی په شتون سره د اوبو کمښت نه تر سترګو کیږي، د اوبو پر سر د رامنځته کیدونکو شخړو مخه نیول کيږي، د خاورې او ځمکې تخریب کچه ټیټیږي، د کښت کچه ورسره زیاتیږي او په ټوله کې ورسره په ټولنه کې شته ستونزو ته د پای ټکی ایښودل کیږي.