جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابل کې پولیسو لپاره د کورونا تر ټولو مجهز ۲۰۰ بستریز روغتون...

کابل کې پولیسو لپاره د کورونا تر ټولو مجهز ۲۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

تاند، چهار شنبه، د سرطان ۴ مه: د کورنیو چارو وزارت په کورونا ناروغۍ د اخته پولیسو او د هغوی د کورنیو غړو د درملنې لپاره ۲۰۰ بستریز ځانګړی روغتون پرانیست.

دغه روغتون د پولیسو ۳۰۰ بستریز روغتون ته څېرمه افتتاح او په فعالیت یې پيل وکړ چې ټولې ۲۹۰ میلیونه افغانۍ یې په جوړولو او تجهیز لګېدلي او د رغونې چارې یې په دوه میاشتو کې بشپړې شوې دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د دې روغتون د پرانیستي پر مهال ویلي، چې د ملي پولیسو د منسوبینو او کورنیو د درملنې لپاره د یاد روغتون جوړول یوه اړتیا وه او ټينګار یې وکړ، چې د پولیسو هغه منسوبین او کورنۍ یې چې پر کورونا ناروغۍ اخته شوې وي، پدې روغتون کې به یې درملنه کېږي.

کورنیو چارو وزارت وایي، په هرات، ننګرهار، بلخ، کندهار، هلمند او پکتیا ولایتونو کې به هم په نږدې ورځو کې پر کورونا ناروغۍ د اخته پولیسو منسوبینو لپاره په روغتیايي تجهیزاتو سمبال شوي پنځوس بستریز روغتونونه فعالیت پيل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب